افغانستان

يوناما: تېرو دریو میاشتو کې نږدې ۲۰۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د روان میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې نږدې ۲۰۰۰ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما وايي چې د جنورې له لومړۍ د مارچ تر وروستۍ ورځې په ټول هېواد کې د روانې جګړې له امله ۱۹۴۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

یوناما پخپل راپور کې زیاتوي چې په یاد شمېر کې ۶۰۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۳۴۳ تنه نور ټپیان دي.

د راپور له مخې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ملکي تلفاتو اندازه دوه سلنه لوړه شوې، د وژل شویو کسانو اندازه ۱۳ سلنه کمه شوې، خو د ولسي وګړو د ټپې کېدو کچه ۱۱ سلنه لوړه شوې ده.

یوناما په دې راپور کې د پخوا په څېر د مرګ ژوبلې د ډېرې سلنې ګوته وسله والو طالبانو ته نیولې او د مرګ ژوبلې لوی علت يې د هغوی ځمکني ماینونه، چاودنې او بريدونه په ګوته کړي دي.

دا په داسې حال کې دی چې یوازې په تېرو څو ورځو کې د پکتیکا په ګومل کې ۱۷ قومي مخور د بې پیلوټه بريد ښکار شول او تېره ورځ په لوګر کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه ولسي وګړي د ګډو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې ووژل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x