نړۍ

امریکايي عسکر: ټکساس ته نه ځم، افغانستان را یادوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، وري ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د امریکا د میچیګن ایالت اوسیدونکی ۳۱ كلن «انټوني ګازوودا» (Anthony Gazvoda) په محکمه کې په خپل ایالتي حکومت پر دې دعوه کوي چې ولي یې د عسکري دندې لپاره د امریکا بل ایالت «ټکساس» ته لیږي.

نوموړی وايي چې «زه ټکساس ته نه ځم، ځکه چې د ټکساس ایالت هوا او سپیره ډاګونه له افغانستان سره ډیر ورته والی لري». خو حکومتي چارواکو محکمې ته ویلي چې دوی د اوس لپاره له نوموړي سره مناسبه بله دنده په نظر کې نه لري.

د انټوني وکیل وايي چې موکل یې په افغانستان کې عسکري کړې، پر هغه باندې په زرګونو ډزې شوي، د طالبانو سره یې په ۳۴ جګړو کې مخامخ برخه اخیستې، او همدارنګه ۳۲ ځله د ځمکنیو ماینونو سره مخ شوی.

د فوربس مجلې د یوه پخواني راپور پر اساس هره ورځ ۲۲ امریکايي عسکر د ځانوژني هڅه کوي
د فوربس مجلې د یوه پخواني راپور پر اساس هره ورځ ۲۲ امریکايي عسکر د ځانوژني هڅه کوي

په افغانستان کې د نوموړي دنده وه چې د خپلو نورو ملګرو عسکرو لپاره لاره تامین کړي، ځکه به اکثره د طالبانو سره په جګړه کې په لوموړیو کرښو کې وو او هم به په ځمکه کې د خښ کړل شویو ماینونو له چاودنو سره مخ کیده.

کله چې انټوني له افغانستان څخه بیرته امریکا ته ولاړ نو په رواني ناروغیو اخته وو، اوس هم تر درملنې لاندې دی او په خپل ایالت کې په یوه نظامي دنده بوخت دی، خو حکومت غواړي چې د ټکساس ایالت ته یې ولیږي.

ټکساس ایالت په امریکا کې په ګرمۍ او سپیره ډاګونو مشهور دی، انټوني وايي چې د ټکساس ایالات سپیره ډاګونه او ګرمه هوا افغانستان وریادوي. داسي ښکاري چې نوموړی د افغانستان په جنوبي سیمو کې په دنده ګمارل شوی وو، چې د ګرمې هوا او سپېره ډاګونو درلودونکي دي.

انټوني وايي چې دی له نظامي دندې څخه نه تښتي او نه د خپل هیواد له خدمته ځان کاږي، بلکې اوس هم د خپل هیواد خدمت کول غواړي، خو په ټکساس کې نه، ځکه چې په خبره یې هلته ورته دنده اجرا کول روحي تکلیف پیدا کوي او باید په خپل ایالت کې دنده ورکړل شي. نوموړی دا غوره بولي چې د کاناډا سره پر پوله پرتو سیمو کې په کومې وظیفې وګومارل شي او یا په بل داسې ځای کې دنده ورکړل شي چې هوا یې سړه او د افغانستان له هوا او ځمکې سره ورته والی ونه لری.

هغه امریکايي عسکر چې په افغانستان کې یې نظامي دنده تر سره کړې، زیات شمېر یې که څه هم خپل هیواد ته جسما روغ ګرځېدلي خو په روحي او عصبي ناروغیو اخته دي، چې له امله یې د دغو عسکرو په منځ کې د ځانوژنې فیصدي هم لوړه شوې او زیات شمېر یې په متخصصو پوځي روغتونونو کې تر درملنې لاندي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x