افغانستاناقتصاد

سارک په کندهار کې ستر صنعتي پارک جوړوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۹مه ۱۳۹۵ل): د سیمه ییزې همکارۍ لپاره د سویلي اسیا ټولنې (سارک) د سوداګرۍ او صنایعو اتاق اعلان کړی چې په کندهار کې به صنعتي پارک جوړ کړي.

د سارک سازمان مسوولینو ویلي چې د سارک یو شمېر غړو هېوادونو د کندهار په صنعتي پارک کې تر ۱۰۰ میلیونه ډالرو پورې د پانګونې لپاره تیاری ښودلی دی.

تمه ده چې د کندهار په صنعتي پارک کې تر سلو زیاتې فابریکې جوړې شي. پر دې سربېره سارک هېوادونه غواړي چې په حرارتي برېښنا هم پانګونه وکړي.

د سارک د سوداګرۍ او صنایعو مشر سورج وایډیا ویلي چې دا یوه ستره پروژه ده او په وینا یې په صنعتي پارک باندې به د ۱۰ څخه تر ۱۰۰ میلیونه ډالرو پورې مصرف وشي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق مسوولینو ویلي چې په کندهار کې هم سوداګرو د صنعتي پارک لپاره د ځمکې ورکولو ته تیار دي.

د افغانستان د صنعتکارانو ټولنې هم د سارک هېوادونو لخوا په کندهار کې پانګونې یو ښه ګام بللی او له ګډ حکمت څخه یې غوښتي چې له دغې موقع څخه استفاده وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x