افغانستان

د کندوز استازې: حکومت ناکام دی؛ واک دې طالبانو ته پرېږدي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازې وايي چې حکومت په حکومت کولو کې ناکام دی، خپل ځای دې د طالبانو اسلامي امارت ته پرېږدي.

فاطمې عزيزې له طلوع تلویزون سره په خبرو کې د کندوز وروستی وضعیت خطرناک وښود او حکومت يې پر دې ملامت کړ چې طالبانو ته يې د بیا بريدونو زمینه برابره کړه.

د هغې په خبره د حکومت مشرانو له خپلو بادارانو سره معامله کړې ده او په جګړه کې پردي زامن او وروڼه قربانېږي.

فاطمه عزیزي وايي چې حکومت دروغجن دی له قلعه ذال پرته په ټول کندوز کې جګړه روانه ده، خو په وینا يې حکومتي مشران يې ځکه په کیسه کې نه دي چې د دوی یوه هم زوی پکې نشته.

هغې د پېغور په ډول پر حکومتي مشرانو غږ وکړ، چې نیم ولس ترې زړه توری دی او نیم مهاجر شوی دی، نو دوی د جان کېرې ورکړل شوی حکومت په چا کوي.

د هغې په خبره هغه سیمې چې د طالبانو په لاس کې دي، حکومت يې د نیولو وس نه لري، هغه دې طالبانو ته ور پرېږدي چې خلک د ارام سا واخلي.

طالبانو د عمري عملیاتو له پیل سره د کندوز ښار په ګډون په ټولو ولسوالیو کې بريدونه پیل کړي چې پخپله د کندوز ښار د وضعیت په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکول کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x