نظــر

ملالې یوسفزۍ ته د عدنان رشید لیک

adnan rashid
بسم الله الرحمن الرحیم

آغلې ملاله یوسفزۍ!

زه دا لیک د خپل ځان په نمایندګۍ لیکم، د تحریک طالبان پاکستان یا کومې بلې جهادي ډلې له طرفه يي نه لیکم.

د لومړي ځل لپاره ما ستا نوم د بي بي سي د اردو څانګې نه هغه وخت واورید چې زه د بنو په زندان کې وم. هغه وخت زما زړه وه چې تا ته یو لیک واستوم او د طالبانو پر خلاف د فعالیتونو نه د لاس اخیستلو سپارښتنه درته وکړم. یو خو ما ته ستا ادرس پیدا کول مشکل وه، او بل زه په دې سوچ کې وم چې څرنګه تا ته په خپل اصلي یا مستعار نوم لیک واستوم. خو د یو ورور په توګه مې غوښتل خپل احساسات درورسوم ځکه چې مونږ دواړه یوې قبیلې (یوسفزيو) ته منسوب یو.

په هماغو وختو کې د بنو زندان مات شو او بیا طبیعي وه چې زه پټ ګرځیدم. کله چې په تا د حملې نه خبر شوم ټکان مې وخوړ او ارمان راغی چې کاشکې دا پیښه نه وی رامینځ ته شوی او کاشکې ما پخوا لیک درلیږلی وای.

دا چې د اسلامي نګاه نه د طالبانو حمله په تا باندې ښه کار شوی که بد، او ته د وژلو لایقه وې او که نه، زه نه غواړم په دې باره کې څه ووایم، دا فیصله به خدای پاک ته پریږدو، هغه (ج) عادل فیصله کوونکی دی.

زه غواړم تا ته یو څو نصیحتونه او څو مشورې درکړم، ما اوس هم ډیر ځنډ کړی، ارمان چې دا نصحیتونه او مشورې مې د زندان په وخت کې درلیږلې وې ترڅو دا پیښه نه وی رامینځ ته شوې.

تر هر څه مخکې مهرباني وکړه دا خبره یاده ساته چې طالبانو له دې کبله په تا حمله نه ده کړې چې ته ښوونځې ته تللې او یا دې د تعلیم سره مینه درلوده، همدارنګه مهرباني وکړه دې خبرې ته هم متوجه شه چې طالبان یا مجاهدین د هیڅ نارینه یا ښځینه د تعلیم مخالف نه دي. طالبان باور لري چې تا د هغوی په خلاف قصدا او د یو غرض لپاره لیکنې کولې او د تهمتونو یو منظم کمپاین دې پر لار اچولی وه ترڅو په سوات کې د هغوی د اسلامي احکامو د تعمیل هلې ځلې بدنامې کړې، نو تا به پاروونکې او تحریک آمیزه لیکنې کولې.

پرون تا په خپلو خبرو کې وویل چې قلم تر تورې زورور دی، نو ته هم د خپلې تورې د لاسه ویشتل شوې يې، نه د کتاب او ښوونځي.

په سوات کې د طالبانو د خوځښت نه مخکې په زرهاوو انجونې ښوونځیو او کالجونو ته تللې او وروسته هم ځي، ایا ویلی شې چې ولې یوازې ته د هغوی د ویشتلو په لیست کې راغلې؟؟؟

غواړم د یو بل ټکي په اړه وضاحت وکړم، ولې طالبان ښوونځي الوزوي؟ ددې پوښتنې جواب دا دی چې دا یوازې طالبان نه دي چې په خیبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې ښوونځي ورانوي بلکه د پاکستان پوځ یا ملیشه ځواکونه او طالبان په مساویانه توګه په دې قضیه کې دخیل دي. ددې کار سبب د دواړو خواوو ترمینځ مشترک دی، هغه دا چې د پاکستان په فوج او یا طالبانو کې که هر طرف ښوونځي او مکتبونه تر ولکې لاندې راولي په پوستو او فوجي کمپونو يې بدلوي.

زه په ۲۰۰۴ کال کې په سوات کې وم، ما په دې باره کې څیړنه کوله چې د صوفي محمد له خوا اولنی پاڅون د کومو عواملو پر اساس د ناکامۍ سره مخامخ شو. د پلټنو په جریان کې ما ته دا معلومه شوه چې ملیشه ځواکونو به د سوات د مټې په سیمه کې په ښوونځیو کې مورچې نیولې او د فوجي کمپونو او پوستو په شکل به يي استعمالول. نو اوس ته ووایه چې څوک ملامت دي؟؟؟ په قبایلي علاقو کې په لسګونو ښوونځي او کالجونه د پاکستان د فوج او ملیشې له خوا د عسکري قشلو په توګه استعمالیږي. که ته وغواړې ډیر په اسانه يي پیدا کولی شې. نو په همدې اساس کله چې یو شی، که هرڅومره عزتمند وي، په یوه وژونکې آله بدلیږې د طالبانو پالیسي يي په هکله دا ده چې باید له مینځه یووړل شي.

د هغو ښوونځیو چې په جګړې کې ترې کار نه اخیستل کیږي ورانول د طالبانو کار نه دی. شاید په مرکزي اداره کې ځیني پست او بدنامه خلک په دې کار کې لاس ولري تر څو د ښوونځیو په بهانه د خپلو بانکي اکاونټونو د ډکولو لپاره ډیرې پیسې وشکوي.

اوس اصلي موضوع ته راځم چې هغه د تعلیم موضوع ده. ډیره د حیرانتیا خبره ده چې ته د تعلیم لپاره نارې وهې. ته او د ملګرو ملتونو سازمان داسې ښکاره کوئ چې ګویا ته د تعلیم په ګناه ویشتل شوې يې، خو اصلا داسې نه ده، ریښتینې او صادقه اوسیږه، ستا ګناه تعلیم نه بلکه پروپاګند وه، هغه پروپاګند چې تر اوسه یې کوې. ته خپله خوله د نورو په امر خوځوې. او باید ستا دې ته هم فکر وي چې که قلم تر تورې زورور دی نو ژبه هم ډیره زخمي کوونکې ده، ځکه چې د تورې زخم جوړیږي خو د ژبې زخم نه جوړیږي، او په جګړو کې ژبه تر ټوپک ډیره تباه کوونکې ده.

ستا د معلوماتو لپاره وایم چې د هند په نیمه وچه کې د انګریزانو د حملې نه مخکې د سواد کچه ډیره لوړه وه او نږدې هر کس لیک او لوست کولای شول. ځايي اوسیدونکو به انګریزي افسرانو ته عربي، هندي، اردو او فارسي ژبې ورښودلې. تقریبا هر مسجد به د یو ښونځي حیثیت درلود او مسلمانو امپراطورانو به د خپلو پیسو زیاته برخه په تعلیم مصرفوله. د هند مسلمانان په زراعت، وریښمو، د بوجیو په اوبدلو، نساجۍ، او د بیړیو په جوړولو کې ډیر پرمخ تللي وه. غربت نه وه، مشکلات نه وه او د ادیانو او کلتورونو ترمینځ جګړې نه وې. ځکه چې تعلیمي نظام په اوچتې مفکورې او اصیل درسي نصاب ولاړ وه.

زه غواړم د یوې شیبې لپاره ستا توجه د ټامس میکالي هغه لیک ته واړوم چې د ۱۸۳۵ د فبروري په دوهمه یې د برتانیې پارلمان ته د هند په نیمه وچه کې د تعلیمي نظام د څرنګوالي په اړه استولی وه چې څه ډول تعلیمي نظام پکار دی چې د مسلمانانو د تعلیمي نظام ځای ونیسي.

نوموړي لیکلي وه: “مونږ باید همدا اوس په خپل ټول توان سره د خلکو د یو داسې قشر په جوړولو کار وکړو چې زمونږ او د هغو میلیونونو خلکو ترمینځ وساطت وکړي چې مونږ پرې پخوا حکومت کړی.. داسې خلک جوړ کړو چې په خټه او اشکالو کې هندیان خو په ذوق، نظریاتو، اخلاقو، او تعامل کې انګریزان وي”.

دا د هغه په اصطلاح تعلیمي سیستم موخه او هدف دی د کوم لپاره چې ته مرګ ته هم تیاره یې، د کوم لپاره چې د ملګرو ملتونو سازمان تا خپل دفتر ته ورغواړي ترڅو لا زیات په خټه آسیایان خو په ذوق کې انګریزان تولید کړي، ترڅو لا زیات په رنګ افریقایان خو په نظریاتو کې انګریزان تولید کړي، ترڅو لا زیات په اصل کې غیرانګریزان خو په اخلاقو کې انګریزان تولید کړي. دا هغه په اصطلاح تعلیم وه چې د ستر قاتل اوباما نه يې ستا لپاره آیډیال یا پیشوا جوړ کړ. ایا همداسې نه ده؟

ولې دوی غواړي چې ټول خلک انګریزان جوړ کړي؟ ځکه چې انګریزان د یهودو قوي ملاتړي او غلامان دي. ایا ته پوهیږې چې په هند کې د انګریزي تعلیم بنسټ ایښودونکی سرسید احمد خان د ماسونیزم مفکورې پیرو وه؟

ته وایې چې یو ښوونکی، یو قلم او یو کتاب دنیا بدلولی شي، هو زه درسره موافق یم، خو کوم ښوونکی؟ کوم قلم؟ او کوم کتاب؟ دا باید معلوم شي. حضرت محمد (ص) فرمايلي دي چې زه د یو ښوونکي په توګه رالیږل شوی یم، او هغه کتاب چې هغه (ص) به تدریساوه قرآن وه. په همدې اساس یو دروند او سپیڅلی معلم کولی شي د پیغمبر په تعلیمي نصاب سره دنیا بدله کړي، نه په شیطاني او سیکولر تعلیمي نصاب سره.

تا یو مثال ذکر کړی چې یو ځل یو خبریال د یو زده کوونکي نه پوښتنه وکړه چې ولې یو طالب د تعلیم څخه ویره لري، شاګرد په جواب کې وویل ځکه چې طالب نه پوهیږي په دې کتاب کې څه شی دي. زه هم دا خبره تا ته او ستا د لارې ټولې دنیا ته کوم چې ولې دوی د الله (ج) د کتاب څخه ویره لري؟ ځکه چې دوی نه پوهیږي په دې کتاب کې څه شی دي.

طالبان غواړي هغه څه عملي کړي چې د الله (ج) په کتاب کې راغلي، او د ملګرو ملتونو سازمان غواړي هغه څه عملي کړي چې د بندګانو په لاس جوړ شوو کتابونو کې راغلي. مونږ غواړو چې د الله (ج) د کتاب په ذریعه د دنیا او د هغې د خالق ترمینځ رابطه جوړه کړو، او د ملګرو ملتونو سازمان غواړي چې نړۍ د یو څو شریرو مخلوقاتو په غلامۍ کې وغورځوي.

تا د یو نامنصفه سازمان د سټیج څخه د عدالت او مساوات خبرې کولې، په کوم ځای کې چې ته ولاړه وې او د عدالت او مساوات اواز دې پورته کاوه هلته ټولو ملتونو ته په یوه سترګه نه کتل کیږي، یوازې پنځه مفسد هیوادونه د ووټ واک لري او پاتې ټول بې واکه دي. په لسګونو کرته ټوله دنیا د اسرائیلو په خلاف متحده شوې خو یوازې یوه مخالفه رایه ددې لپاره کافي بلل شوې چې د عدالت او مساوات په ستوني او مرۍ پل کیږدي.

له کومه ځایه چې تا دنیا ته خبرې کولې هغه ځای د دنیا لپاره یو نوی نظام غواړي. زه غواړم پوه شم چې د دنیا په زوړ نظام کې څه بدي ده؟ هغوی غواړي چې جهاني تعلیم، جهاني اقتصاد، جهاني فوج، جهاني تجارت، جهاني حکومت او بالآخره جهاني دین نافذ کړي. زه غواړم پوه شم چې آیا په ذکر شوو جهاني پلانونو کې د پیغمبر (ع) ارشاداتو ته ځای شته او که نه؟ آیا هغه اسلامي شریعت او اسلامي قانون ته په کې ځای شته چې ملګري ملتونه يې غیرانساني او وحشي بولي؟

تا د پولیو د واکسین په کارکوونکو د حملې په اړه خبرې کړي. آیا کولای شې ما ته دا وضاحت راکړې چې ولې د امریکا خارجه وزیر هنري کیسنجر، چې یهودي وه، په ۱۹۷۳ کې ویلي وه چې د دریمې نړۍ نفوس دې د ۸۰٪ په اندازه راکم شي. ولې د انساني نسل د اصلاح او شنډونې پروګرامونه په مختلفو هیوادونو کې په یوه او بله طریقه د ملګرو ملتونو د سازمان تر سیوري لاندې ترسره کیږي. په ازبکستان کې د ۱ ملیون نه زیاتې ښځې بغیر د هغوی د موافقې نه په زور شنډې کړل شوې.

برټرانډ رسل [مشهور برتانوي فیلسوف] په خپل کتاب (په ټولنې د ساینس تاثیر) کې لیکي: “یو وخت به، د خوراک، پیچکاري او دوايي دریواړو څخه په شریکه آن د ماشومانو د پیدایښت له وخته په داسې توګه کار اخیستل کیږي چې د هغوی نه د واکمنو او قدرتمندو ځواکونو په مزاج برابر شخصیتونه جوړ کړي”. دا هغه څه دي چې له کبله یې مونږ د پولیو د واکسین د پروګرام سره په احتیاط ګام اخلو.

ته وایې چې د ملالې ورځ ستا ورځ نه ده بلکه د هر هغه چا ده چې د خپلو حقوقو لپاره یې غږ پورته کړی وي. پوښتنه دا ده چې ولې د امریکايي میرمن (ریچل کوري) په نامه دغسې یوه ورځ نه نومول کیږي؟ ځکه هغه بلډوزر چې دې ترې لاندې ساه ورکړه د اسرائیلو وه. ولې د (عافیه صدیقي) په نامه دغسې کومه ورځ نه ټاکل کیږي؟ ځکه چې د هغې پیرودونکي امریکایان دي. ولې دغسې ورځ د فیضان او فهیم په نوم نه یادیږي؟ ځکه چې د هغوی قاتل رایمنډ ډاویس [امریکايي] وه. ولې دغسې یوه نړیواله ورځ هغو ۱۶ بې ګناه افغان میرمنو او ماشومانو ته نه ډالۍ کیږي چې د امریکايي رابرټ بلس لخوا په شهادت ورسیدل؟ ځکه چې قاتل یې طالب نه وه.

زما پوښتنې ته په ایماندارۍ جواب راکړه، که چیرې ته د امریکایانو د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ویشتل شوې وې ایا دنیا به شیبه په شیبه ستا د روغتیايي وضعیت په اړه معلومات خپاره کړې وی؟ ایا ته به د “ملت د لور” په لقب یاده شوې وی؟ ایا خبري رسنیو به ستا په اړه شور او غالمغال جوړ کړی وی؟ ایا جنرال کیاني به ستا پوښتنې ته درغلی وی؟ ایا د نړۍ میډیا به په دوامداره توګه ستا په اړه راپورونه نشر کړی وی؟ ایا ته به ملګرو ملتونو ته وربلل شوې وی؟ ایا د ملالې نړیواله ورځ به اعلان شوې وی؟

د ۳۰۰ نه زیاتې بې ګناه ښځې او ماشومان د بې پیلوټه الوتکو په بمبار کې وژل شوي دي خو هیڅ څوک يې په غم کې نه دي ځکه چې حمله کوونکي د اوچت تعلیم درلودونکي، غیر متشدد، او سوله خوښي امریکایان دي.

زه هیله لرم هغه ترحم او زړه سوی چې تا د حضرت محمد (ص) نه زده کړی، د پاکستان فوج یې هم زده کړي، او په قبایلي علاقو او بلوچستان کې د مسلمانانو د وینو له تویولو لاس واخلي. زه هیله لرم هغه ترحم او زړه سوی چې تا د حضرت عیسی (ع) نه زده کړی، امریکا او ناټو یې هم زده کړي، او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بې ګناه مسلمانانو وژل بس کړي. زه هیله لرم چې عین درس بوداپرستان هم زده کړي او په برما او سریلانکا کې د بې دفاع او بې ګناه مسلمانانو وژل ودروي. زه همدا هیله د هندوانو لپاره هم لرم چې د ګاندي لار تعقیب کړي او په کشمیر کې د قتل عام نه لاس واخلي. او هو ریښتیا! د باچا خان د لارې پیروانو او عوامي ملي ګوند خو  په عدم تشدد کې نمونه او الګو دي، او دا یې په خیبرپښتونخوا کې د خپلې پنځه کلنې واکمنۍ په ترڅ کې په ښه توګه په ثبوت ورسوله، د مثال په ډول په سوات کې یوه مرمۍ نه ده فیر شوې، همدا راز مونږ ولیدل چې د باچا خان پیروانو د جیټ الوتکو، ټانګونو، او جنګي الوتکو په مرسته د عدم تشدد فلسفه په ډیره ښه توګه عملي کړه.

په پای کې درته زما خواست دا دی چې بیرته خپل کور ته راوګرځې، اسلامي او پښتني کلتور په ځان کې پیدا کړې، په خپل کلي کې د نجونو یو نږدې اسلامي ښوونځي ته ورشې، د الله (ج) کتاب ولولې او زده کړې، خپل قلم د اسلام او اسلامي امت د خطرناک حالت نه ددفاع په لار کې استعمال کړې، او د هغو کوچنیو ابرقدرتونو توطئې رسوا کړې چې د نوي جهاني نظام تر نامه لاندې غواړي ټول بشریت د خپلو شیطاني مقاصدو غلام وګرځوي.

والحمد لله رب العالمین

۱۵/ جولای/ ۲۰۱۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x