افغانستان

د ننګرهار ولایتي شورا وايي خلک په طالبانو خپلې پرېکړې کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د ننګرهار ولايتي شورا وايي چې د دې ولایت په ګڼو ولسوالیو کې خلک پر طالبانو خپلې پرېکړې کوي.

د دې شورا غړی سهراب قادري وايي چې په قضايي دولتي ارګانونو کې پراخ فساد دې علت شوی چې خلک پر وسله والو مخالفينو خپلې پرېکړې وکړي.

د هغه په وينا په قضايي برخو کې رشتونه اخیستل، د قاضيانو او څارنوالانو بې اخلاصي او د خلکو ځورول هغه څه دي چې خلک طالبانو ته مراجعه کوي.

د ننګرهار د ولايتي شورا رییس احمد علي حضرت هم مني چې په هغو سیمو کې چې طالبان واکمن دي خلک يې پرېکړې پر دوی کوي، خو دی دا نه مني چې ګواکې د دولت له ساحې دې ولسي وګړي د طالبانو ساحې ته د پرېکړو لپاره تللي وي.

د ننګرهار د والي وياند بیا دا ډول څرګندونې تبلیغات بولي او په وينا يې هر څوک چې دا ډول څرګندونې کوي له طالبانو سره د تبلیغاتو په برخه کې مرسته کوي.

د سمیع الله په نوم د جلال اباد ښار یو تن اوسېدونکی وايي چې دی ګڼ داسې کسان پېژني چې ان له جلال اباد نه خوږياڼو ته تللي او خپلې پرېکړې يې د طالبانو په قضايي برخه کې حل کړې دي.

دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې د پکتیا چارواکو هم ویلي و، چې تر لاس لاندې خلک يې طالبانو ته د پرېکړو لپاره ورځي.

ولسمشر غني هم د فساد په برخه کې قاضيان او څارنوالان لومړۍ درجه کې بللي او په تازه ګام کې يې سلګونه قاضیان له دندو شړلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x