افغانستان

مشرانو جرګه: شمال کې جګړه خورا اندېښمنوونکې ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د مشرانو جرګې غړي وايي په شمال کې د طالبانو د نویو عملیاتو له پیل سره سم جګړې زور اخیستی چې خورا اندېښمنوونکې ده.

د دوی په خبره، په کندوز، جوزجان او سرپل کې همدا مهال شدیدې نښتې روانې دي، چې باید حکومت ورته جدي پام وکړي.

د مشرانو جرګې منشي عبدالله قرلق واي چې طالبانو د عمري عملیاتو په دې څو ورځو کې د کندوز او ځينو ولسوالیو اړیکي سره وشلولې، د هغه په خبره یوازې د کندوز د ښار ساتل توره نه ده، دولت باید د ولسوالیو لارې پرانېزي.

قرلق وايي چې که دولت پام و نه کړي، د تېر کال پېښه به بیا تکرار شي او لنډ وخت کې به د کندوز د سقوط شاهدان يو.

عظیم قویاش بیا د سرپل ولایت حالت ترینګلی بولي د هغه په خبره د عمري عملیاتو په څو ورځو کې د ګڼو ولسوالیو ځينې برخې د طالبانو لاس ته لوېدلې او په وینا يې د ولایت مرکز له ګواښ سره مخ دی.

د مشرانو جرګې غړې نبیه مصفی زاده بیا د جوزجان حالت ترینګلی بولي او په وينا يې که دولت پام ورته نه کړي شونې ده چې له نورو ولایتونو سره يې لارې وتړل شي.

ياده دې وي طالبانو د عمري عملیاتو په نوم پسرلنۍ جګړه لا تونده کړې ده، چې د پوځي شنونکو په باور روان لمریز کال به افغان امنیتي ځواکونوته له سختو ګواښونو ډک وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x