
درې کيسه ګۍ
عبدالله الهام جمالزی
(قسمت)
د کور زنګ ووهل شو؛ هغه یې لور ور واستوله او ورته ویې ویل چې ځواب ورکړه چې پلار مې په کور کې نشته، لور يې دروازه پرانستله او هماغه خبره یې ورته وکړه، سړی روان شو او ویې ویل بس نو قسمت به یې نه وو…
باور:
باور یې دا وو چې باور به نه کوي خو ډیری وخت به په خپلو باورونو بې باوره وو…
مطالعه:
وېې لوستل ویې لوستل خو په ذهن کې یې هیڅ نه وو پاتې لکه یو بوی یې چې له پزو تېر شوی وي؛ یا یې یو غږ له غوږو تیر شوی وي او یا یې هم… خو دا لوستلي د ذهن له پردو وتلي وو او په یوه بله توره تخته نښتي وو چې وخت ناوخت به یې سترګک واهه…