ادبي لیکني

د نقد او تقریظ پېژندنه او توپير

محمد اکبر نيازی

په پیل کې باید د تقریظ او تقریض په مانا باندې پوه شو، تقریض د عربي ژبي کلمه او مصدر دی چې د (ت) په فتحه او (ر) په کسر سره ویل کیږي چې د پرې کولو، قطع کولو، شعر ویلو په مانا ده.

همدا ډول تقریظ هم عربي کلمه ده چې د (ت) په فتحه او (ر) په کسر سره ویل کیږي چې د ستاینې، شعر، د یوچالیکنې او نظر څرګندولو ته وایي.

Critic د انګلیسي ژبې کلمه په دوه برخو یانې تقریظ او نقد په ماناوو ژباړلې شو،چې دواړه د خپلو ځانګړتیاوو له کبله یو له بل سره توپیر لري او جلا جلا موارد او برخې په برکې نیسي.

د نقد اصطلاح د یو ادبي، هنري او د نور ټولنیزو علومو په یوې ژورې، دقیقې او هراړخیزې څېړنې باندې اطلاق کیږي، خو د تقریظ اصطلاح ددې باوجود چې د یو اثر عمومي بڼې پلټي او معمولآ دغه اصطلاح په مطبوعاتو کې تر ډېره کارول کیږي.

په مشخص ډول ویلای شو چې د نقد اصطلاح تر ډېره له ادبي او هنري پلوه د یو اثر په ارزونه کې کارول کیږي او د تقریظ اصطلاح په روسي ادبیاتو کې ریسنزیا ( Resenzia) ده او Resenzia یوناني کلمه ده چې له مطبوعاتي پلوه د یو اثر په څېړنه او ارزونه کې کارول کیږي،

ددې باوجود چې نقد او تقریظ کلمې د Critic کلمې ماناوې او ژباړل شوي دي، خو د یادونې وړ ده چې نقد ترډېره علمي بڼه لري او لیکوال باید یو موضوع په سمه او ژوره توګه تحلیل او وپلټي او په ريښه یي ډول یې د ارزونې وړ وګرځوي.

پدې صورت کې دا یجابوي چې د نقد لیکوال باید پخپله څانګه کې پوره تخصص ولري، ترڅو وکولای شي ښه له بدو څخه جلا، عیبونه رابرسېره او یا هم د کلام د ښکلا لپاره خپل نظر د نورو د پاملرنې وړ وګرځوي، هدف ته ورسیږي او د یو نقد وړ اثر منفي او مثبتې بڼې را برسېره کړي.

وړاندې یې یادونه وشوه چې د تقریظ اصطلاح تر ډېره د مطبوعاتو او هنري اثارو په عمومي بڼو کې مطرحه ده او د تقریظ جوړولو لپاره تخصص حتمي نه دی،

ژورنالیسټ او لیکوال خپل توان ته په کتو سره د یوې هنري او ادبي موضوع د عمومي بڼو ارزونه کوي،
تقریظ په واقعیت کې د هنري اثارو پېژندنه او په ټوله کې کلتور دی، چې د ټولنې د پرمختګ او د کلتوري کچې د پیاوړتیا په موخه لیکل کیږي.

ژونالیسټان په مختلفو ژورنالیسټیکي چوکاټونو کې خپل تبلیغي اهداف برابروي او د مخاطبانو لپاره یې وړاندې کوي، ددې لپاره چې کتابونه، مجلې، ورځپاڼې په مخاطبانو او لوستونکو اغیز واچوي نو په کلتوري او هنري ګټور واقع کیدو لپاره په هغو باندې تقریظ لیکل کیږي.

پدې کې شک نشته چې تقریظ د کلتور په پیاوړتیا، د خلکو پېژندنې او د خلکو په علمي او تخنیکي پرمختګونو او بشپړتیا کې تر ډېره مرسته کوي، پدې مانا چې تقریظ نه یوازې مختلف علمي او مطبوعاتي اثار برسیره کوي بلکې د هغوئ ځانګړتیاوې هم ښکاره کوي او مؤلفین خپلې اشتباه ته متوجه کوي.

ځکه د تقریظ ډولونه د تحلیلي ژانرونو له ډلې څخه دي، لیکوال کولای شي د منځپانګې په کتلو سره په هغه کې خپل نظر شامل کړي، په تقریظ لیکلو کې یوازې هدف د یو ادبي څېړنې لار، او د یو تقریظ وړ اثر د تکرارول او لیږدول مطرحه نه دي، بلکې تقریظ مخاطبانو ته د لیکوالانو او هنرمندانو ایجادي کارونه ورپېژني او په واقعیت کې څو اړخیز ابعاد او تاثیرات هم له ځان سره لري، ځکه له یوې خوا د چاپ شوي یا ایجاد اثر اصلي او اساسي ټکي مخاطبانو ته ارائه کوي او له بلې خوا د اثر په لیکوال باندې تاثیر کوي او د خپلو اشتباهاتو له مینځه وړلوته یې متوجه کوي.همدا ډول لیکوالان او هنرمندان د نورو اثارو لیکلو لپاره هڅوي، دغه راز تقریظ مخاطبانو ته په یو ډول مطالبو باندې د فهم او پوهیدا امکانات برابروي.

د تقریظ ځینې ځانګړتیاوې په نقد کې شتون لري او سر ګډ دي.
له همدې کبله ځینې ځانګړتیاوې یې سره ورته والی لري. د بیلګې په توګه: د تقریط وړ اثر په پېژندلو کې د تقریظ لیکوال موخه د بدیعي او نوښت له پلوه پلټنه، تحلیل او همدا ډول د ټولنیز ارزښت او اهمیت له پلوه د تقریظ لیکل او اهمیت دی.

هر تقریظ په یوې ځانګړې موضوع باندې لیکل کیږي چې د ادبي، هنري او مطبوعاتي اثار چې وړاندې رامینځته او لیکل شوي دي، د بیلګې په توګه:

یو راپورتاژ د پېښې په اړه چې نوې پېښه شوې وي لیکل کیږي، خو تقریظ په یوې پېښې یا موضوع چې وړاندې د یو لیکوال له لوري په یو ادبي او هنري اثر کې انعکاس ورکړل شوی وي لیکل کیږي، پدې مانا چې چې په یو علمي اثر ددې لپاره تقریظ لیکل کیږي چې لیکلې موضوع په اوس وخت کې څومره اړتیا او ارزښت وړدی او ایا د اثر لیکوال یوه موضوع په سمه توګه ترسیم کړی او کنه؟

څنګه چې وړاندې یادونه وشوه، تقریظ پخپله یو ځانګړی سبک، لار او جوړښت لري، البته هغه تقریظ چې په
مطبوعاتو کې لیکل کیږي تر یوې کچې له نقد سره توپیر لري، ځکه د یو بدیعي اثر په رامینځته کولو کې لیکوال په ډېره کمه او ځانګړی کچه تحلیل ترسره کوي خو تقریظ خپله دنده ترسره کوي یانې له یو لوري د تقریظ دنده د یو اثر په ماهیت باندې د لوستونکو پوهول او له بل لوري له لیکوال سره مرسته کوي ترڅو خپلې تیروتنې سمې کړي.
د تقریظ لوستونکو کړۍ دومره پراخه نه ده او په محدوده توګه خلک هغه لولي، نو تقریظ لیکوال باید د تقریظ پرمهال ددې ژانر د علاقه مندانو خوښه په پام ونیسي.

ایا هر تقریظ لوستونکو ته د منلو وړ دی؟ روښانه خبر ده چې نه، نو کوم ډول تقریظ ورته د منلو وړ وي؟ لوستونکې چې خپلسرې خوښه لري هغه تقریط ورته د منلو وي چې لیکوال یې هراړخیز مالومات او خبرتیا ولري او لومړی پرې ځان په سمه توګه پوه کړي او ددې توان ولري چې ارزښتمن او ځانګړي اړخونه راوسپړي، همدا ډول عادي مطالب تکرار نکړي یوازې د موضوعاتو هغه برخې تر څېړنې لاندې ونیسي چې خلکو ورباندې ژر پوهیدای شي.
تقریظ نه یوازې خلکو ته لارښونه کوي او هغوئ ته ژور فکر ورکويو بلکې هغه ته د فعالیتونو او کار کولو چل هم ور زده کوي.

ددې لپاره چې تقریظ ارزښتمن او خلکو ته منلو وړ وګرځي نو شکل او منځپانګه یې سره مطابقت ولري، ځکه که منځپانګه یې له شکل سره مطابقت ونلري نو نشي کولای چې د موضوعاتو په ارائه کولو کې کې خپل دنده ترسره کړي او پدې سره به خپل ماهیت د لاسه ورکړي.

تقریظ د نقد په څېر انتقادي بڼه لري خو پدې باید پوه شو چې په تقریظ کې خوشبینانه انتقادونه او اصلاحي هدف موجود دی، تقریظ د نورو ژآنرونو په څېر نه دي چې د سیاسي او ایډیالوژیکي سرمقالو په شان پریکنده موقف ګیري وکړي، یانې نه غواړي یو اثر له مینځه یوسي، بلکې د یو اثر د ګټورتیا او سمون لپاره لیکل کیږي، تقریظ ددې لپاره د پاملرنې وړ ده چې په هغه کې بدیعي، هنري او یا ادبي اثار د ژوند له مشابه حوادثو او پېښو سره پرتله کړي، لیکوال هغه اثر ته ډېر ارزښت ورکوي چې تر ډېره د خلکو له ژوند سره مطابقت ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x