ادبي لیکني

پردی غم، نيمه ننداره ده

نصير احمد احمدي

موټر مې پرېمانځه، له تنګې کوڅې د کرکټ په خټو لړلۍ توپ راغی، د موټر پر شيشه ولګېد.

د مرچو بزغلی مې کېښود، توپ را واوښت، د حويلۍدروازه له دېوال سره ولګېده، ډله ماشومانو منډه را واخيسته، د بوټونو له خټو ډکو تليو يې د مرچو نازک بوټي ورسره يووړل.

د تناب پر سر به پر سپينو مينځل شويو جامو هر وخت د خيرن توپ تور داغونه ښکارېدل.

د باندې ور ووتم، ماشومان مې سپک کړل.

له درېيم کوره يو سپين ږيری را ووت. ټنډه يې تروه وه، ويې ويل چې ماشومان دې، نو چېرته لوبې وکړي.

دوکان ته په سودا پسې تلم، د کرکټ نوی توپ مې واخيست. د کوڅې ماشومانو ته مې وويل:

دا توپ يې ستاسو، خو په يوه شرط! کرکټ به د بوډا د کور تر مخې کوئ!

په خوشالۍ يې راسره ومنله!

دوې ورځې مخکې ماښام له دفتره کورته تلم، بوډا په کوڅه کې له څو نورو ګاونډيانو سره ولاړ و. په غوسه ښکارېده. نورو ته يې ويل چې خپل ماشومان وپوهوي چې دا تنګه کوڅه د کرکټ نه ده.

ومې ويل:

ماشومان دې، نو چېرته لوبه وکي.

بوډا برګ برګ راته وکتل…….

روان شوم، ونه پوهېدم چې دوی څه پرېکړه وکړه، خو پرون ماښام کرکټ نه و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x