نظــر

سپین طالبان

په وروستیوکې مو د دوه ډوله طالبانو په اړه اوریدلي و، چې یوي ډلي ته يي وسله وال طالبان چې د افغان او بهرنیو ځواکونو پر وړاندي جنګیدل اوبل ډول يي د دینې مدرسو طالبان وو، کوم چې دینې سبقونه يي لوستل خو په نظامې فعالیتونو کې برخوال نه و.

خو د سپین طالبانو په اړه ښاېې ډیری خلک په ځانګړې توګه هغه چې د هیواد سهیلې برخو سره ډیر تړاو نه لري ښايي سپین طالبان ورته بل څه ښکاره شي!

سپین طالبان هغه شمیر امریکايي سرتیرې دی چې دوی اوږدي ږیرې ،سپین لوی لوی پاجونه تړي، غالباْ سپین شلوار کمیسونه اغوندي په پښتو ژبه روان ګړیږي اود سیمه ییزو ترانسپورتې وسیلو نه کار اخلي دغه ډله امریکائیان د کمانډو ځانګړو ځواکونو پورې تړاو لری چې په دي وروستیو کې يي د فعالیت ساحه د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ ول چیري چې د کرنې له مخې د انارو ګڼ باغونه په کې شتون لری.

د سپینو طالبانو افسانوي وجود په اړه مې لومړي ځل په نیویارک ټایمز کې لیکنه ولوسته، ټایمز لیکلې و چې د سپین طالبانو توپیر ان د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکیو ته ګران کار و، ځکه امریکائیانو خپله ظاهرې څیره داسې برابره کړي وه چې اکثره وخت د ملایانو سره يي توپیرنه کیده .

دغه امریکاېې سرتیرې په ۲۰۰۵ م کې په ارغنداب کې د وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخت وو، ارغنداب د تاوتریخوالې له مخې په وروستیو کې د کندهار په نا امنه ولسوالیو کې راتله  ددغې ولسوالۍ اوسیدونکیو ویلې چې ډير وخت سپین طالبان نه پیژندل کیدل، د یادی ولسوالۍ یو بزګر کیسه کوي یوه ورځ انارو باغ کې سپین طالب باندي مې د وسله وال طالب ګمان وکړ، هغه له کرولا نه راکوز شو، سپین شلوار يي اغوستې او تور پاج يي له سره تړلي و کټ مټ ملا صیب غوندي وو . د ارغنداب د ناګهان کلۍ اوسیدونکې سردار محمد وايي ډیری وخت سپین طالبان د ملایانو سره د ډیر شباهت له امله غلطیدل. هغه وايي (( سپین شلوار کمیسونه، لوی ږیري ،تورپاجونه په پښتو ژبه روانې خبرې کول هغه څه و چې هر لیدونکې ېې تیرایسته خو د توپیر یوازینې ټکې يي شین سترګې اوسره مخونه ووچې دوی يې سره بیلول))

 دا یوازي عادی کلیوال نه وو چې د ملایانو او سپین طالبانو ترمنځ توپیرکول ورته ګران شوي و، بلکه افغان ځواکونه هم تیروتل یوکلیوال ویلې دوه کاله وړاندي د روژي په میاشت کې یوتن سیمه ییز پولیس پر سپین طالب باندي د وسله وال طالب ګمان کړي و، او د ټوپک شپیلۍ يي پري را اړولي وه، خو وورسته ورته جوته شوه چې هغه سپین طالب (امریکايي) دی.

په زړه پاک او ساده کلیوال به کله ناکله سپین طالب باندي د افغان وسله وال طالب ګمان کړي وي او تیروتي به وي، هلته چې جګړه وی عقل هم سم کار نه کوي، خو ښايي داسې یوه ورځ به هم راشي چې د سپین طالب د ماموریت دوره به پای ته ورسیږي خو کېسې به يي زمونږ سره پاتي شي لکه د انګریزانود تاړاک پرمهال چې یوه کېسه مشهوره ده.

وايي د کابل زړه پل خشتی جومات کې کوم انګریز ملا څوکاله امامت کړي و، کله چې نوموړي افغانستان پریښوده خپلو مقتدیانو ته يي لیک را استولي و اورته يي روښانه کړي وه، چې خپل د څو کلونو لمونځونه را وګرځوي ځکه ده بې ایمانه یا هم بې اودسه امامت کړې ، ځینې وخت نه پلټل ، تحقیق اوخوش باورې کولې شي تاریخې یاددښتونه او کېسې ترشاه پریږدي.

همایون بابر- د جولای ۲۴ مه ، ۲۰۱۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x