
دایکندې: یوولس دولتي مامورين څارنوالۍ ته معرفي شوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): په دایکندې ولایت کې یوولس تنه دولتي مامورین د پوهنې ریاست په غلا کې د ګډون له امله څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.
د دايکندې د ښاري محکمې مسوولین وايي چې یادو کسانو باندې د پوهنې د ریاست اړوند د ۱۲ میلیونه افغانيو د غلا تور دی.
د دې محکمې رییس ابوبکر صدیقي وايي چې په نیول شويو کسانو کې د پوهنې ریاست رییس محمد علي واثق، د دې ریاست مالي او اداري مدیر، د ولایت مستوفي سید ضامن، د مستوفیت د کنټرول مدير سید نعیم موسوي او څو تنه نور هم شته.
د هغه په وینا دوی تر اوسه ښکاره ثبوت نه لري خو هڅه کوي چې موضوع روښانه کړي.
د پوهنې ریاست رییس محمد علي واثق هم منلې چې دی څارنوالۍ ته معرفي شوي او په وينا يې دا د څارنوالۍ حق دی چې حقایق روښانه کړي، خو د ځان په اړه يې وویل چې په غلا کې شریک نه دی.