ادبي لیکني

د مرغۍ شیدې

تمنا واحدي

په ډیره پخوا زمانه کې یوهلک وچې په یوکلي کې یې ژوند کاوه د دغه هلک نوم ابراهیم و د ابراهیم یوه سپین سرې مور وه نوریې څوک نه لرل ابراهیم ډیرزیارکښه و، ډیرکاربه یې کوو دخپل کورټول مصرف به یې پوره کو، مور یې هم ورنه ډیره خوشحاله وه ابراهیم به تل دهرچا سره مرسته کوله، له دې امله په کلي کې په ټولوباندی ډیرګران و، مهربانه او زړه سواندی و.

وختونه دغه شان تیریدل، یوه ورځ یې مور ابراهیم ته وویل:

ـ زویه په کورکې لرګي خلاص شوي دي ولاړشه دغره نه لرګي راوړه ابراهیم وویل:

ـ ښه ده زه به لاړشم

روان شوتلوتلوتلوډیرمزل یې وکړترڅوچې یوې دښتې ته ورسیدو. دښته ډیره ارامه وه هیڅ څوک هم پکې نه لیدل کیدل. ابراهیم ډیرمزل کړی و، ستړی شوی و، ګرمي هم ډیره وه نو دیوې ونې سیوري ته کیناستو ترڅو دمه وکړي اوبیا به غره ته لرګیو پسې لاړشي چې کله د ونې لاندې کیناسته نوخوب یوړ.

ابراهیم چې ښه کلک ویده شو، یونا څاپه دیو راپیدا شو، په خوب ویده ابراهیم یی دځان سره وتښتوه اوبی هوشه یې کو. کله چې ابراهیم په هوش راغی نوډیرې چغې یې ووهلې. له دیو نه یې پوښتل:

ـ ته څوک یي ؟

ـ زه دلته چا راوړی یم ؟

ـ مانه څه غواړې ته ؟

دیو ورته وویل:

ـ زه دیویم ته ما راوړی یې زه تا اوس خام خورم.

ابراهیم ډیر ویریدلی وخو ډیرهوښیار و نو زر یې دیوته وویل:

ـ ته غواړې چې تر قیامته ژوندي واوسې ؟

دیو وویل:

ـ هوولی نه غواړم.

ابراهیم ورته وویل:

ـ ماته داسی چل زده دې چې که تاته وښایم نوته به ترقیامته ژوندې وې خوزه داچل هم داسې درته نه ښایم ته به هم زما یوکار کوې.

دیووویل:

ـ سمه ده خوته ماته هغه چل وښایه چې زه هیڅ کله هم مړنشم.

هلک وویل:

زه ځم او تاته د مرغۍ شیدې راوړم کله چې تا دمرغۍ شیدې وڅښلې نوته هیڅکه هم نه مړکیږې، خوته به دشیدوپرځای ماته داسمان ستورونه یوستوری کښته کوې. دیو چې دا خبرې واورېدلې په خندا شواو وې ویل:

ـ ته لیونی یې که په ما د لیوني ګمان کړی دی، مرغۍ کله شیدې لري اود اسمان ستوری کله څوک کښته کولای شي چې زه یی کته کړم ،ابراهیم وویل: ـ خوخبره هم دلته ده زه درته دمرغۍ شیدې د هرځای نه چې وي پیدا کوم اوته به هم کوښښ وکړې چې د اسمان ستوری کته کړې که داسې ونه شي نوته به ترقیامته څنګه ژوندی پاتې شې دا چې ته ژوندی پاتې شي نو ته باید دا کارحتما وکړې. دیوحیران شواووې ویل:

ـ سمه ده زه به ستوري کته کړم خوته به هم د مرغۍ شیدې پیدا کوې زه غواړم تر قیامته ژوندی پاتې شم.

ابراهیم وویل:

ـ که داسې وشي نو ته به حتما ټول عمرژوندی پاتې کیږې.

دیووویل:

ـ سمه ده زه تاسره کارنه لرم خوته به زما دا کارکوې چې ته به ځې ماته د مرغۍ شیدې راوړې ترڅو زه هغه وڅښم اوژوند مې ډیرشي که تا ماته شیدې رانه وړلې نوزه به دې خام وخورم. ابراهیم وویل:

ـ سمه ده زه شیدو پسې ځم اواوته ستوري پسې ولاړشه.

ابراهیم ولاړود یوچا نه یې دغوا شیدې پیدا کړې اوپه شیدوکې یې یولپه زهرهم واچول دیوته یې راوړل ، دیوته یې وویل:

ـ اوس ستا نوبت دی ما خوشیدې راوړلې نوته به هم اوس ماته ستوری کته کوی بیا به زه دا شیدې درکړم دیوحیران و، چې ستوری څنګه کته کړي دیو ډیرکوښښ وکړ، چې ستوری کته کړي خوپدې ونه توانیدودیو، ډیرستړی شوی وو د ابراهیم نه یې شیدې وغوښتې، چې لږ شیدې خو راکه. ابراهیم، خو له خدایه همدغه وخت غوښتو، چې دیو په داسې حال کې ګیرکړي، چې دا د زهرو شیدې ورکړي، نوابراهیم هم دا شیدې ورکړلې اودیو وڅښلې نو پوښتنه یې وکړه، چې دا شیدې ولې بد مزه دي ابراهیم وویل دا ځګه چې دا شیدې د مرغۍ دي اود مرغۍ شیدې خوبد مزه وي نودیوهم د ابراهیم په خبروتیروتو اوټولې شیدې یې وڅښلی اوبیایې کوښښ کوو، چې خپله وعده پوره کړي اوستوری را ښکته کړي چې په دې وخت کې زهرو په دیوباندې تاثیروکړو. دېو پر ځمګه وغورځېد اوابراهیم ته په غوصه شو، چې دا تا څه وکړل، دا څه و، زه ولې بې حاله کیږم ؟ ابراهیم په خندا شو وې ویل:

ـ د مشرانو یومتل دی څه چې کرې هغه به ریبې ،هغه دې ته وایي که بد کوې بد به ګورې که ښه کوې ښه به ګورې. تا تل خلکوته ضرررسولی دی، نو دا هم ستا دبدو کړنو جزا !

همدا وه چې دېومړشوابراهیم هم ډیرخوشحاله شواوخپل کلي ته ولاړدا کیسه یې ټولوته وکړه اود کلي خلکوهم په ابراهیم د اتل نوم کیښود.a

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x