ټکنالوژي

د ګلکسي نوټ ۶ (Galaxy Note 6) افشا شوي ځانګړتیاوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۹مه ۱۳۹۵ل): د سامسنګ کمپنۍ د ګلکسي ایس ۷ (Galaxy S7) او ایس ۷ ایج (Galaxy S7 Edge) له بریا څخه وروسته غواړي ګلکسي نوټ ۶ (Galaxy Note 6) نړیوالو بازارونو ته وړاندې کړي.

داسې ښکاري چې سامسنګ به خپل دغه پیاوړی سمارټ فون راتلوونکو څو میاشتو کې کاروونکو ته معرفي کړي خو له بازار ته وړاندې کیدو څخه مخکې د دغې سمارټ فون ځینې ځانګړتیاوې په ډاګه شوي.

د سامسنګ کمپنۍ یو کارکوونکی په خپله د دغې سمارټ فون ځانګړتیاوې افشا کړي. د دغې سمارټ فون د ماډل نوم به SM-N930 وي. لاندې تصویر د CPU-Z د سافټ وییر دی چې د سامسنګ د کمپنۍ یو کارکوونکی لخوا اخیستل شوی.

د افشا شوو معلوماتو پر بنسټ د ګلکسي نوټ ۶ (Galaxy Note 6) سمارټ فون به QHD ریزلوشن لرلو سره ۵.۷۷ انچه ډسپلې ولري. د ترلاسه شوو معلوماتو پر بنسټ دغه سمارټ فون له ۶ ګیګابایټ رېم سره به وړاندې کیږي.

ګلکسي نوټ ۶ به ۳۲ ګیګابایټ د فایل ثبتونې وړتیا ولري. د معلوماتو افشا کوونکی ویلی چې د دغې سمارټ فون ځینې ځانګړتیاوې به د ګلکسي ایس ۷ او ګلکسي نوټ ۵ په څیر وي.

د راپور پر بنسټ دغه سمارټ فون کې ۳۷۰۰ ملي امپیر وړتیا لروونکې بیټرۍ کارول شوی چې له همدې امله پنډوالی به يي د نورو سمارټ فونونو په پرتله یوه اندازه زیاته وي.

همداراز دغه سمارټ فون IP-68 لایسنس لري. د دغې لایسنس څخه هدف دا دی چې دغه سمارټ فون د اوبو او غبار په وړاندې مقاومت کولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x