نظــر

«بېغور»، چې تاریخ به یې په ویاړ ثبت کړي!

تېره اوونۍ د افغانستان په ولسي جرګه کې د انور سادات په نامه د فاریاب د خلکو استازي څرګندونې لرلې.سادات له خپل ازبک توکمه ننګه وکړه او پر پښتنو یې په اصطلاح تور پورې کړ، چې «شما چه کار کردین، جز انتحار و انفجار، افغانستان ره بدنام ساختین…!». دا خبر په رسنیو کې داسې خپور شو، چې انور سادات پښتانه «تورن» کړي دي. ګردو رسنیو دغو څرګندونو ته د «تور» ویی وکارواه.

ازادي، خپلواکي، ازادي غوښتل، د ازادۍ لپاره مبارزه، قرباني…. دا ګرد هغه ارزښتونه دي، چې په خپل وخت کې چا ورته د قدر په سترګه نه دي کتلي، یعنې د دې لارې لارویان په ګڼو نومونو تورن شوي دي؛

خو تاریخ بیا کلونه وروسته په زرینو کرښو له ځانه سره خوندي کړي دي. راتلونکي نسلونه، چې بیا له اوسنیو حاکمو رسنیو سره به ډېر واټن ولري، د دوی له کاذبو تبلیغاتو نه به هغوی خوندي وي، په خلاص ذهن او ازاد قضاوت بیا کولای شي، د تاریخ په لوستلو سپین، سپین او تور، تور وبولي.

لرې نه ځو. دا زموږ نژدې تاریخ کې، دوه ازادي غوښتونکي شهیدان شول. لومړی، غالبا ۱۳۸۵ل کال و، په عراق کې د امریکايي ښکېلاک پر ضد نوموتی مجاهد ابوصعب‌الزرقاوي او دوه کاله وړاندې، د القاعده نړیوال خوځښت مشر، سامه بن لادن شهید شو. د دغو دواړو سټو شهادت د نړیوالو رسنیو له لوري په درز خپاره شول، مګر د دوی د شهادت پر مهال، په نړۍ کې د یو نیم ملیارد مسلمانانو زړونه ودردېدل. له اسامه بن لادن سره ښايي خلک څه مخالفتونه ولري، خو د هغه پر اخلاص، شهامت او حماسې څوک هم، آن د هغه دښمنان سترګې نه شي پټولای. کله چې د اسامه پر شهادت په کابل کې د پخوانۍ شمال ټلوالې د غړي له سترګو اوښکې څاڅي، لرې نه ده، چې راتلونکی نسل اسامه د ازادۍ سمبول ومني.

نن پښتانه وروسته پاتې، شډل، جګړه مار، نالوستي … باله شي؛ خو له دې سره سره داهم ګڼ مني، چې پښتانه د ازادۍ او خپلواکۍ پر لوړو ارزښتونو هېڅ کله معامله نه کوي. کله چې کرزی په ارګ ماڼۍ کې د یوه شډل هلمندي ځواب نشي ویلای، دا به د طالب د مقاومت حقانیت لا روښانه نه کړي! د استاد یاسر خبره، سبانی تاریخ لیکونکی به بیا، چې نه دا ډالر وي، نه امتیازات، دغه دوه لوري څنګه سره پرتله کړي!

دا ورځ لرې نه ده، چې نننی «پېغور» ویاړ او افتخار وګڼل شي! دا تاریخ تل تکرار شوی، بیا هم تکرارېږي!

حسن عادل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x