fbpx

د کندوز ولايتي شورا: یوازې دېرش سلنه ولایت د دولت په واک کې دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د کندوز ولايتي شورا وايي چې د دې ټول ولایت یوازې دېرش سلنه له دولت سره دی او پر نورو ساحو يې د طالبانو واک دی.

د کندوز د ولايتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي نن په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل چې یوازې د کندوز ښار د دولت په واک کې دی په نورو برخو کې د طالبانو بشپړ واک دی.

دغه ناسته چې په پلازمېنه کابل کې د کندو د سقوط مخنيوي تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، د ولايتي شورا رییس وويل چې تر اوسه په جګړو کې تر ۵۰ ډېر یوازې ولسي وګړي وژل شوي دي.

د هغه په خبره دولت په لوی لاس د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ نه کوي او په وینا يې که يې په اړه بې پروايي داسې ادامه ولري ډېر ژر به د کندوز د سقوط شاهدان پاتې شو.

که څه هم د کندوز امنیتي مسوولین د دې ولایت وضعیت عادي تبلیغوي د ولایتي شورا د رییس په قول د دې ولایت مرکز محاصره دی او پکې مېشت ځواکونه په دفاعي حالت کې دي.

طالبانو د خپلو نویو پسرلنيو علمیاتو له پیل سره سم د کندوز په ګڼو ساحو کې جګړې توندې کړي، چې د دې ولایت د سقوط اندېښنې يې پياوړې کړې دي.

په ولسي جرګه کې د کندوز د خلکو استازې فاطمه عزيزي هم وضعیت خطرناک بولي د هغې په خبره حکومتي مشران ځکه د محاصره عسکرو په کیسه کې نه دي چې د دوی اولادونه د جګړې په لومړيو کرښو کې نه دي.

هغې پر دولت غږ وکړ چې که د خلکو لپاره خوندیتوب نه شئ رامنځته کولی خپل حکومت مو سلامت طالبانو ته وسپارئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د