ګارډین: ملي اردو په ښوونځيو کې نظامي قرارګاوې جوړې کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۹مه ۱۳۹۵ل): ګارډین برتانوۍ ورځپاڼې د هلمند او میدان وردګو ښوونځي د دولتي ځواکونو په قرارګاو د بدلېدو په اړه تفصیلي راپور خپور کړی دی.

د ګارډین ورځپاڼې خبریال د هلمند په نادعلي ولسوالۍ، چاه انجیر سیمې او د میدان ورګ سیداباد ولسوالۍ ته سفر کړی، چېرې چې ښوونځي د برتانیې په مالي مرسته رغول شوي وو او اوسمهال ترې د دولتي ځواکونو د نظامي قرارګاو په توګه کار اخېستل کیږي.

ګارډین وايي چې د چاه انجیر ښوونځي لپاره برتانيې ۴۵۰،۰۰۰ پاونډ او د ناد علي او سیداباد ښوونځيو ته یې بیا یو لک پاونډ مرسته ورکړې وه. د چاه انجیر ښوونځی شپږ میاشتې وړاندې تړل شوی او د ملي اردو په قرارګاه اړول شوی دی.

امنیتي چارواکو ادعا کوله چې په ښوونځي کې د دوی شتون زده کوونکو ته زیان نه رسوي بلکې دوی له زده کوونکو دفاع کوي.

ګارډین ورځپاڼې راپور مخکې لیکي چې په افغانستان کې د ملکي وګړو تلفات ورځ تر بلې زیاتیږي او کله چې له ښوونځيو د جګړې د ډګر په توګه کار اخېستل کیږي نو ماشومانو ته د تلفاتو اوښتلو اندېښنه نوره هم ډیریږي. «په جګړه کې هر څلورم وژل شوی یا ټپي شوی ملکي وګړی ماشوم دی. په هلمند کې، چېرې چې ډيری برتانوي پوځیان وژل شوي، اوس د جګړې لومړۍ کرښه هغه سیمو ته رسېدلې چې یواځې میاشت وړاندې یو څه امن وه».

ګارډین وايي چې د دوی ټیم د هلمند په نادعلي کې د یوه ښوونځي څخه کتنه وکړه، ښوونځي کې نیمايي هلکان او نیمايي انجونې وې او له ۹ کلنو ښکتو یې یوځای په صنف کې درس وایه.

راپور مخکې لیکي چې د فرهاد په نوم یو قومندان ویل چې ولې زده کوونکي له جګړې وډار شي؟ «افغان ماشومان له جګړې نه ویریږي».

د سکېنې په نوم یوې معلمې ویلي چې زده کوونکي اوس له جګړو سره عادي شوي دي خو بیا هم دې کې شک نشته چې دوی ډاریږي.

په ۲۰۱۵ کې د ملګرو ملتونو اسنادو ښودله چې د جګړو او ښوونځيو د بندیدو له کبله ۱۳۹،۰۰۰ ماشومان له زده کړو بې برخې شوي دي. خو ګارډیان وايي چې حقیقي شمېره تر دې ډيره ده ځکه ملګري ملتونو ډیری سیمو ته لاسرسی نه درلودلو، او هغه راپور چې ملګرو ملتونو په ۲۰۱۵ کې خپور کړی، دغه دوه ښوونځي چې ګارډین ورته ورغلی په کې نه دي یاد شوي.

د فرهاد په نوم یو قومندان ویل چې ولې زده کوونکي له جګړې وډار شي. «افغان ماشومان نه ویریږي».

د ولسمشرۍ ماڼۍ بیا په ښوونځیو کې د دولتي ځواکونو د قرارګاو جوړولو په اړه له څرګندونو ډډه کړې ده خو د برتانيې د بهرنیو چارو وزارت ویاند بیا په هلمند کې د ښوونځيو پر ځای د ملي اردو قرارګاو په جوړولو اندېښنه ښودلې ده. هغه ویلي چې دوی له افغان حکومت هیله لري چې ښوونځي بېرته د هغه څه لپاره استعمال کړي چې د څه لپاره جوړ شوي دي.

د ګارډین خبریال د هلمند چار انجیر سیمې یوه ښوونځي ته هم ورغلی، هغه وايي چې دغه ښوونځي کې بیا زده کوونکي نه و. دغه ښوونځی هم د برتانیې په مالي مرسته رغول شوی و خو اوس په کې د صنفونو دننه د زده کوونکو پر ځای وسلې او د عسکرو چریکې بسترې پرتې وې.

ګارډین له عسکرو پوښتلي چې ولې د ښوونځيو دننه نظامي قرارګاوې جوړې کړي. د روح الله امیني په نوم یو عسکر له خبریال بیا پوښتلي چې «تاسو له موږ غواړئ چې بهر د سرک پر سر ودریږو؟»

د میدان وردګ په سیداباد ولسوالۍ کې هم ښوونځی د ملي اردو د نظامي قرارګاه په توګه استعمالیږي. ګارډین وايي چې ښوونځي کې دننه زده کوونکي وو او چارواکو ادعا کوله چې په ښوونځي کې د دوی شتون زده کوونکو ته زیان نه رسوي بلکې دوی د زده کوونکو دفاع کوي.

د اربکیانو یو قومندان غلام سخي ویلي چې «که په ښوونځي کې نظامي قرارګاه جوړه نشي نو ښايي طالبان ښوونځي وسوځوي». هغه په ښوونځي کې د قرارګاه جوړولو بله وجه دا ښيي:

«دا په کلي کې تر ټولو لوړه ودانۍ ده». د غلام سخي له دغو څرګندونو معلومیږي چې له لوړ ځای څخه دوی طالبان ښه په نښه کولای شي او هم یې له لرې لیدلای شي، ځکه نو د ښوونځي څخه د نظامي قراه‌ګاه استعمالولو جواز دوی لري.