افغانستان

اسماعیل خان: «خادیان» دې زموږ له بښنې بده استفاده نه کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د اوبو او برېښنا پخوانی وزیر اسماعیل خان وايي چې د شوروي د یرغل د وخت استخباراتي کسان دوی بښلي خو په وينا يې دوی دې له دې بښنې بده استفاده نه کوي.

نوموړي چې نن په هرات کې يوې غونډې ته په خبرو کې وويل چې «خادیان» يې بښلي خو دوی دې هم له دې بښنې بده استفاده نه کوي او د ډاکټر نجیب تصویرونه دې پخپلو موټرو نه لګوي.

نوموړي نجیب د متل قاتل وباله او ويې ويل چې د هغو د عکسونو لګول له ملت سره جفا ده .

اسماعیل خان چې د هرات والي هم پاتې شوی ګډ حکومت هم د امنیت په خوندیتوب کې ناکام وباله او ويې ويل چې که هرات د کندوز یا بغلان په برخلیک اخته شي دوی به بې اجازې جګړې ته ور منډه کړي.

اسماعیل خان وړاندې وویل چې له روسانو سره او له هغه وروسته يې له طالبانو سره د « قرآن په امر» جګړه کړې ده، نو دا ځل به هم د چا امر ته په تمه نه شي، بلکې د ده په وینا د « قرآن په امر » به جګړې ته ور ودانګي.

د تېر جهاد دغه څېره په داسې حال کې د نجیب تصویرونه له ملت سره جفا بولي، چې تېره میاشت بلخ هم د دوستم او مسعود د تصویرونو پر سر د لویو لاریونونو او وړو نښتو شاهد و.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

اسمعیل خانه !!!
لمړی : تاسی کله د افغانستان قباله لرۍ چه دوستم او نجیب ( د میلونو افغانانانو قاتلین ) ته بخښنه کوی ؟
دوهم : تاسی هم د میلونو افغانانو قاتلین یاست ، څرنګه ممکنه ده چه مجرم دی په مجرم د هماغه جرم بل مجرم ته بجشنه کوی ؟
دریم : تاسی وایاست چه د قران له مخی مو د روسانو او وروسته د طالبانو په ضد جهاد کړی ، تاسی خو د هماغه روسانو او امریکایانو بندګی کوی ، د هغوی د پاره مجاهدین او خپل مظلوم اولس وژنی ، تاسی د کوم قران له مخی وایاست چه د رشتینو مجاهدینو په مقابل کی مو جهاد کړی دی؟
څلورم : دا څومره شرم چه د هماغه قاتل او ملحد نجیب تصویرونه په هماغه هرات کی چه ته اسمعیل یی ځای فاتح ګټی او وایی چه مونږ یی په مقابل کی جهاد کړی ، دا څرنګه چهاد وو چه اوس هم د هماغه نجیب تصویرونه لګوی او هماغه قران درته امر نه کوی ، دا معنی چه ستاسی قران کمونستی او دموکراسی ده کمونستان مو په سر حاکمان شول او د موکراسی درته معاشونه او مقامونه درکوی ؟
بنځم : عبدالله ، فهیم او سیاف ستاسی مشر امیر صاحب ( مسعود ) د امریکا په قومانده ووژلو ، تاسی چه د خبل مشر سره جفا وکړه د الله ج سره خو بیعت نه لری مګر له دغه دجالانو سره هم په خیانت کی یاست ستاسی د فساد او بی کفایتیو له امله هغوی د شرمیدلو ماتو سره مخ شول .
نتیجه :
که زه د اسمعیل او د ده د نورو تش په نامه اخوانی ملګرو په ځای وی ، اول کار به می دا کړی وی چه د عطا نور په شان د منافقت ږیری به می خریلی او د قانونی عبدالله ، فهیم ، ضیا مسعود ، امرالله صالح او نورو په شان اروپایی ږیره به می پریښی وی .
که زه خدای ناخواسته د دوی په ځای وی ، چه د امریکایانو سره یی قضایی مصونیت ومنلو ، دوی په دفترو کی بندیان وی او کورونه یی د امریکایانو په واک کی وی چه څه ورسره کوی هغه ورسره د قضایی مصونیت له امله ترسره کوی که اسمعیل خان یی په سر هم ودریزی د قضایی مصونیت له امله ورته څه نه شی ویلای ، د ډیرو یا د ټولو چارواکو په کورونو کی نوی نسل زیر ویښتان او شنی سترګی لری [ که دروغ وایم له محترم کرزی صاحب څخه پوشتنه وکړی ] که دوی زما منی دا ځل دی د دموکر اسی قران له مخی د دغه خپلو شځو د عزت او عفت ساتلو له خاطره کوم لور ته وتښتی ،
بخښنه کوی چه مونږ د قران سره د پلیتی دموکراسی نوم یاد کړی د اسمعیل خان دوی قران دموکراسی او اشغلګر دجالان یی خدایان دی ، دوی ته دمجاهد نوم یادول ګناه ، شرم او بی ننګی ده ، د مجاهد نوم ته توهین دی

درويش

دي شوراي نظار دي خايني ډلي دي فاسدو او فاجرو عکسونو باندي خو دوي ټول وطن لړلې ده دي خاين ملي عکس له ميدان هوايي ونيسه تر تشابونو پوري په هرځاي کي زوړند وي هغه ولي څوک نه بندوي

اخترمحمد گیلانی

دا خاین یوزل دطالبانو له منگلو وتشتید خو الله نه داهیله کوم چه طالبانو ته په لاس ورشی او دی ستمی ته لازمه جزا ورکی یاربه تو فیق

ساپي

عجبه ده هغه دپښتومتل دي چي : چي زه ترزوړپورغواړم دئ نورغواړي .
اسماعيل خانه نوردولس سترگوته شگي مه شينده تيرپنځلس كاله دي دكمونستانوديوغ اوتوغ ترسيوري لاندي دذلت ژوندوكړاوس غواړي چي ملت ته بيا دوكه وركړي ريس جمهوردي كمونست،امنيتي مشاور،خاد،دجنگ وزارت ،دكورنيوچارووزارت اوپه ټول كي كمونستان اودپنجشيرپنچرمينان اودهغولاسپوڅي حاكمان اوپه دي مظلوم اومجاهد ملت هره نارواء رواء گڼلي چي ته هم دهغي يوه برخه يي خودومره درته وايم چي ستا اوستاديارانواوملاتړوصليبيانوورستئ سلگۍ دي كه الله ج ته منظوره ول نودگران هيوادافغانستان دخپلواكئ دلاري لارويانواوسرښندونكوپه سرښندنه اودهغوپه وينوگلان مخ په ټوكيدو دي هغه وخت به بيا حساب كتاب كيږي ترڅوچي دوطن اصلي وارثين دچوپړډگرته نه وي راغلي ترهغي پوري مزي كوئ اوبس .
په پښتني درنښت
الحاج امام الدين ساپي

محمدربی آماح

د ملی منافق تورن اسماعیل لپاره: رحمن بابا وایی:! دین یی دام وی ددنیا په لارکی ایښۍ ««»»پری رااړوی وحشیان دمخلوقات. اوبله دا چی هغه کلیوالی فولکوریکه لنډۍ د ده لپاره بس ده چی وایی: دسهار په کلیمو یی غلط مه شی!««»» چی کورونه ورانوی نوم یی شمۍ دۍ.

الحاج استا ذ بیانزی

ساپی صاحب زمونږ د مینی او محبت ډک غنچی غنچی سلامونه ومنه ، الله ج دی وکړی چه روغ رمټ یاست ، کله خو سکایپ کی راسره خبری وکړه که وخت ولری مننه

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close