نظــر

حلیم فدایي په فکر او عمل کې! / (دویمه برخه)

همدا حلیم فدایي ده چې نوربزنسونه ورڅخه الله واخستل اوس غواړي چې دکتاب دچاپ ترنامه لاندې له فرهنګپالو سوداګرو او چارواکو پیسې راوشکوي. ښه بیلګه به یې څه موده مخکې دفکر او عمل دکتاب دمخکتنې درکړم چې حلیم فدایي پکې په افتخارسره ویل: زه غواړم وروسته له دې دکتاب دچاپ په نامه دلیکوالانو کتابونه چاپ کړم اودغه کتاب چې اوس یې مخکتنه کوو دازما لومړی کتاب ده چې ماپه خپلو پیسوچاپ کړی. ته او خدای چې دابه تا په خپلو پیسو چاپ کړی وي؟

دروغ سړی وایې خو لږ په اندازه دغه کتاب فکر او عمل داشیافونډیشن دبودیجې څخه د ۱۳۹۰ کال دجدي په میاشت کې د 150000 افغانیو په بدل کې چاپ شوی چې داسنادو کاپي یې دمیدان وردګوولایت په مقام او اصلي به یې داشیافونډیشن په مرکزي دفتر کې وي.

او که غواړي چې اورجنل اسنادونه یې ووینۍ نو لاندې ادرس له ځان سره نوټ کړئ.اشیافونډیشن، نوی ښار، دیعقوب څلورلاری دآیسا ددفترمخامخ.

اوس پوښتنه داده چې دغه کتاب د ۱۳۹۰ کال دجدي په میاشت کې داشیافونډیشن لخوا چاپ  شوی نو بیا ولې دخپلو شخصي ګټو په خاطر د خلکو په سترګو کې خاورې اچوې ؟ او په دې لاره غواړی چې دځان لپاره پیسې راټولې کړې.که چیرې دغه کتاب دجدي په میاشت کې نه وي چاپ شوي نو بیا هغه پیسې څه شوې چې اسناد یې شته اوکتاب په سترګو نه لیدل کیږي؟ بس په دې خاوره کې چې دهرچاڅومره وسه رسیدلی وي په همغه اندازه یې خیانت کړی. زه اوس پوه شوم چې وردګ ولایت څنګه د آشیافونډیشن په ارزونه کې په لومړۍ درجه کې راغلی وه.نوش نوش

قسم په خدای کې دومره مهم یې چې زه درباندې لیکنه وکړم ځکه لیکنه په هغه چا پکارده چې په لیکنه وارزي. خوزما لیکنه یواځې دهغو خلکولپاره ده چې ستا ددروغوپه ویناو غولیدلي. خو بیا هم دیومسلمان په حیث درنه خواهش کوم چې هرڅه کوې دالله درضالپاره یې کوه. نو هم به په دنیا او اخرت بریالی یې.

 دا و ملاحلیم فدایي، هغه څوک چې ټوله ورځ به یې په سټیجونو قال الله او قال رسول ویلې دا چې ته په خوله یوڅه او په عمل کې بل څه کوې نو څنګه به ستا ددغه کتاب فکر او عمل په لوستونکو څه اثروکړي؟

داستا به هیرکه به دې یاد یم …………………….. زه چې قدم په قدم ږدم تا

یادونه:  اسناد په لاندې لینک ترلاسه کولی شی.
http://www.pbgf.gov.af/dm.html باندې کلیک کړئ، بیا PBGFII  کلیک کړئ، بیا Wardak کلیک کړئ، بیا Financial Reports کلیک کړئ، بیا Third Quarter-FY1390 باندې کلیک وکړئ بیا jadi میاشت فولډر باندې کلیک وکړئ، بیا First Biweekly FR باندې کلیک وکړئ بیا په دې کلیک وکړئ 07-01-12 Wardak FR – 1 – Jaddi.xls کله موچې راپورخلاص کړ بیا د Bank Book شیټ ته لاړشئ

نوربیا…………..

——————

لیکوال: شاهدالله وردګ

==================

اسناد:

 

0

1

2

3

4

5

8

10

11

12 copy

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x