شعـــــرونه

غزل: چنار سيوری

چنار سيوری

هسکې یې شملې دي او پټکي یې ولونه ولونه دي
تښتې دښمنان ترې نه ګواه پرې تاریخونه دي

درومي مخ په وړاندې قدمونه ګړندي اخلي
ملت د ابراهیم دی ځکه ګل ورته اورونه دي

داچې هر خطر یې په خپل ځان باندې منلی دی
مینه یې صفاده سرې لمبې ورته ګلونه دي

خود خو به چنار ورباندې ویاړي اوپرې فخرکړي
واړه افغانان پاک زړي ښکلي اولسونه دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x