
د اکوادور زلزلې ۲۳۳ تنه وژلي، ۱۵۰۰ ټپيان دي.. انځورونه
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳۰مه، ۱۳۹۵ل): د لاتیني امریکا د اکوادور په هیواد کې د زلزلې وروسته د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳۳ تنو ته پورته شوی، او ۱۵۰۰ کسان ټپيان شوي دي.
دغه شمېره د هیواد ولسمشر رافائیل کوریا تازه اعلان کړې، خو ګمان کیږي چې د مرګ ژوبلي شمېره به تر دې هم زیاته شي.
زلزه د اکوادور د پلازمیني لویدیځ ته سمندر کې دننه په ۱۷۳ کیلومترۍ کې شوې، د زلزلې عمق ۱۹ کیلو متره ښودل شوی او ددې وېره څرګنده شوې چې ساحلي سیمه دي د سمندر اوبه لاندي کړي.