نړۍ

د آی ایس آی پر مرکز سرښندونکي بریدونو کي 42 تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی آسیا: د سکر په بیراج کالوني نومي سیمه کي د پاکستان د استخباراتي شبکې آی ایس آی پر دفتر باندي برید کي د ځايي چارواکو په وینا ۷ تنه وژل شوي، او تر 35 زیات نور ټپيان شوي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو سره سم نن د چار شنبې په ورځ 24/7/2013 د روژه مات په وخت پنځو تنو سرښندونکو بریدګرانو لومړی د حکومتي ادارو او چارواکو د کورونو سره په څنګ کي د آی ایس آی دفتر په نښه کړ، او لومړی یې د دفتر مخته د موټر په واسطه لویه چاودنه وکړه، او بیايي په جګړه پيل وکړ،

چي له کبله یې د رسمي چارواکو په وینا د آی ایس آی دفتر ته نیژدې د کمشنر هاوس مزدور او بل د آی ایس آی یو تن کار کونکی ووژل شو، او ورسره پنځه دیرش تنه نور ټپيان شوي، خو د هغوی د هویت په اړه نه دي ویل شوي چي څوک دي.

د پولیسو یوه چارواکي ډان نیوز ته ویلي چي د برید داسي وشو، چي لومړی یوه سرښندونکي بریدګر د کمشنر هاوس او پولیسو عمارت ته نیژدې یوه چاودنه وکړه، د هغه وروسته بل موټر دننه د آی ایس آی دفتر مخته وچاودېد، او پاته درو تنو بریدګرانو پر یوه عمارت قبضه وکړه، او د هغه ځایه څخه یې جګړه پیل کړه.

او زیاته کړې چي د سرښندونکو برید ګرانو شمېر پنځه تنه وو، چي ټول یې په چاودنو او جګړه کي ووژل شول، او سیمي د خطرې څخه پاکه اعلان شول، او امدادي کارونه پيل شول.

پاکستاني رسنۍ د چاوراکو له قوله وايي چي د آی ایس آی د دفتر د استقبالیه غرفه په بشپړه توګه له منځه تللې، او ورسره نیژدې عمارتونو ته هم زیانونه رسیدلی، او نیژدې ولاړو موټرانو ته هم په زیاته کچه تاوان اوښتې او د چاودني د شدت له کبله د دفتر یوه غټه کنده هم جوړه شوې، چیري چي چاودنه شوې وه.

{youtube}iiOHiRQqmi8{/youtube}

{youtube}3WO7i-lWlmc{/youtube}

{youtube}vzfwnqAD_UU{/youtube}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x