
ايراني ولسمشر سوريې ته د خپلو سرتېرو پر لېږلو اعتراف وکړ- ځانګړی راپور
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳۰مه، ۱۳۹۵ل):د ايران ولسمشر حسن روحاني منلې، چې هېواد يې سوريې او عراق ته د دغو هېوادونو د «دفاع او ترهګرۍ ضد» جګړو لپاره خپل سرتيري لېږلي دي.
حسن روحاني تهران کې د ملي ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خپلو خبرو کې دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې ايران د خپلو پوځي مانورو تر څنګ يو شمېر هغه توغندي هم رسنيو ته وښودل، چې د روسيې له لوري ايران ته ورکړل شوي وو.
ايراني ولسمشر په څرګندو ټکو وويل، چې د ايران وسله وال ځواک د هېواد دننه او د باندې د خپلو عملياتو «حق» لري او له هېواده بهر د پوځي عملياتو دنده د ايران انقلاب ساتونکي ځواک ده، چې د خپل هېواد د ژغورنې په موخه هر ځای وغواړي عمليات کولای شي.
ايراني پوځ د خپلې ملي ورځې په مناسبت د نوو او پرمختللو وسلو، توپونو، توغنديو او ګڼو سپکو او درنو وسلو ښودلو په شکل خپل نظامي ځواک هم نړۍ ته وښود او حسن روحاني وويل، چې دغه ځواک د دوی «د ترخې او سختې» ډيپلوماسۍ لپاره کارول کيږي.
تېره اوونۍ روسيې ايران ته ايس ۳۰۰ ډوله نوي پرمختللي توغندي ولېږل، چې د نړۍ په کچه پرمختللي توغندي بلل کيږي، چې لرې هدف ويشتی شي، همدا رنګه د جنګي الوتکو او دښمن له لوري توغول شوي توغندي هم په هوا کې له منځه وړلای شي.
څه موده وړاندې د ايران د بهرنيو چارو وزارت منلې وه، چې هېواد يې روسيې سره د ايس ۳۰۰ پرمختلليو توغنديو تړون لاسليک کړی او په لنډه موده کې به يې تهران ته وسپاري.
ايران په سيمه کې د بشارالاسد يو قوي ملاتړی هيواد دی.
ايران پلوه حزب الله شعيه ډله، ايراني عسکر، همدا رنګه د افغانستان او پاکستان شيعه ګان د بشارالاسد په ملاتړ سوريه کې د اسد حکومت مخالفينو سره جنګيږي.
ايران تراوسه په ښکاره دا نه منله، چې عسکر يې سوريه کې د اسد په ملاتړ جنګيږي، ولې يو شمېر نړيوالو رسنيو د کره شواهودو په استناد ويل، چې ايراني عسکر په سوريه کې د اسد په ملاتړ جنګيږي او تر اوسه يې د لوړپوړو افسرانو په ګډون ګڼ شمېر عسکر هم وژل شوي دي.
څه موده وړاندې د ايران د هوايي ځواک مشر جنرال حاجي زاده ويلي و، چې ټوله نړۍ د اسد مخالفه ده، مګر تر اوسه پرې د ټولې نړۍ وس ونه رسېد، چې له واکه يې لرې کړي، «ځکه تر شا يې د ايران حکومت ولاړ دی.»
بل پلو ايران پلوې حزب الله شعيه وسلهوالې ډلې منلې، چې د دوی ملېشې سوريه کې د بشارالاسد په ملاتړ د شامي حکومت له مخالفينو سره جنګيږي او تر اوسه يې د عامو وسلهوالو تر څنګ يو شمېر لوړپوړي پوځي مشران هم وژل شوي دي.
څه موده وړاندې وال سټريټ ژورنال امريکايي ورځپاڼې ليکلي و، چې د ايران حکومت ايران ميشتي افغانان سوريې ته د جګړې لپاره لېږي.
ورځپاڼې قم ښار کې د شعيه ملا ايت الله کابلي له قوله ليکلي و، چې د ايران حکومت افغانانو ته ويلي، که سوريه کې د جګړې ليکې ته ځي، نو ايران به د مياشتې پنځه سوه امريکايي ډالر او د ټول عمر لپاره ورته ايران کې د ژوند ټولې اسانتياوې برابروي.
يوازې د تېر کال له اکتوبر راهيسې سوريې کې د ايران درې سوه پوځي افسران او عام عسکر وژل شوي دي. په دغو وژل شوو کسانو کې د ايران وتلی جنرال حسين همداني هم و، چې عراق او سوريې کې د جګړې بنسټګر بلل کېده او له ۸۰ زيات نظامي عمليات يې کړي وو.
۲۰۱۱م راهيسې، چې په سوريه کې د ولسمشر بشارالاسد پر ضد ولسي پاڅونونه پيل شوي او بيا دغه سولهييز پاڅونونه په وسلهوال مقاومت بدل شول، ايراني عسکر او شيعه حزب الله ډله د ولسي مخالفينو د ځپلو لپاره د بشارالاسد په ملاتړ جنګيږي.
ايراني چارواکي وايي، چې د دوی سرتيري سوريه کې د ايران د دفاع لپاره جنګيږي او «په دغه قربانۍ» ايران ته د ګواښ غځيدو مخنيوی کوي.
د ايران انقلاب ساتونکي ځواک مشر جنرال محمد علي جعفري ويلي، که د دوی سرتېري د سوريې جګړې ته نه وای تللي، نو د مخالفينو ګواښونه به د ايران خاورې ته رسېدلي وای.