حنيف اتمر په رسمي سفر چين ته ولاړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳۰مه، ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر په يو رسمي سفر چين ته روان شو.

د ملي امنيت د شورا له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حنيف اتمر د چين حکومت په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر کوي.

د ملي امنيت سلاکار به د خپل سفر پر مهال د چين بهرنيو چارو وزير وانګ اي، د ملي امنيت وزير ګينګ هې چانګ، د چين لوی درستيز فانګ فيګ هو لوی او نورو چارواکو سره په دوه اړخيزو اړيکو، د افغانستان او پاکستان روانو ستونزو او د سولې په اړه خبرې اترې وکړي.

حنيف اتمر په داسې حال کې چين ته سفر کوي، چې تېره مياشت د چين لوی درستيز کابل ته د خپل رسمي سفر پر مهال په خپلو څرګندونو کې د سيمې د امنيت او داعش په شتون اندېښنه څرګنده کړې وه او غوښتنه يې کړې وه، چې افغانستان، پاکستان، چين او تاجکستان بايد د امنيت او اقتصادي ودې لپاره ګډ بلاک جوړ کړي.

د دغه امنيتي بلاک د جوړېدو ټولې موخې تر اوسه نه دي روښانه شوي، خو د چارو شنونکي وايي، چې چين په سيمه کې د داعش د ځواک او خپرېدو له وېرې دغه ګام پورته کول غواړي.

داسې ويل کيږي، چې چين ويريږي، که داعش د سنګيانګ مسلمانانو ته لاس رسی پيدا کړي، نو دغه هېواد کې به د ايغوري مسلمانانو مقاومت نور هم سخت شي.

چين په داسې حال کې د داعش پر ضد د افغانستان مرسته غواړي، چې افغان حکومت، په ځانګړې توګه د ملي امنيت سلاکار افغانستان کې د داعش ملاتړی بلل کيږي.

د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي عبدالظاهر قدير او ګڼو نورو وکيلانو په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې هېواد کې د داعش تر شا حکومتي چارواکي په ځانګړې توګه د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر ولاړ دی او غواړي، چې طالبان او ولسي خلک پرې وځپي.

د سويلي اسيا د چارو امريکايي کارپوه کالن کوکمن وايي، چې دا به وروسته څرګنده شي، چې امريکا د چين له لوري د نوي بلاک د جوړېدو سره همغږي ښيي که نه، په داسې حال کې، چې امريکا په افغانستان کې د چين رول ته سترګې پر لاره ده، چې د خپل سيمه‌ييز رول له مخې د افغانستان په سوله کې فعال رول ترسره کړي.

افغانستان ټينګار کوي، چې چين بايد د خپل رول او اغېز له مخې پاکستان دې ته اړ کړي، چې طالبان د سولې خبرو ته کينوي.

کالن کوکمن زياتوي، چې چين پر پاکستان اغېز لري، مګر چين داسې نه کوي، چې د افغانستان لپاره پر پاکستان دومره فشار راوړي، چې د چين او پاکستان اړيکو ته په کې زيان واوړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د