ترتـا لانـدي ځـــــورېـــــږو اې اسـمـــانه راتــــه ګـوره
اورونــوکـي ســـوځــېــــږو اې اسمــانـه راتــه ګـوره
سپېڅلى سپين ايمان مودغليم دسترګوخاردى
ناحــق پـــه دار ځــړېـــــږو اې اســمــانــه راتــه ګــــوره
غربي ياغي طوفان مو راته کلى کــور وران کــړى
په غــرونــو کــي اوسـېــږو اې آسـمــانــه راته ګـوره
يامــروپه بمـبــارونــو يـا دتـور ټوپک خــوراک شو
يا بنــد پــه بنــدغــــوڅــېــږو اې اسمــانـه راته ګــوره
دريږي مو زندان کي له شکنجـونه ستړې ســاوې
له ديــنــه نــه تــېــرېـــږو اې اســــمــانـــه راتــه ګــــوره
پــردي څه چــي خپلوان راته شيطان دي غولـولي
دورورپـــه لاس قــتــلــېـــږواې اسـمـانه راته ګـوره
پراخــه غــــــوړو لــېــــده نـــړي لـــمـن هـــــرچــــــــاتـــه
يومـــوږنــه کـــي ځـــايـېـږواې اسـمـــانه راته ګــوره
يوخوف مودى په زړونوکي دپاک خداى له غضبه
بل چــــانــــه نــــه ډارېــــــږو اې اسـمــــانه راتـه ګــوره
کافي ده بس همـــدا چي ته شاهد سه پر موږ باندي
چي رب ج تــه قــربــانــېـــږو اې اســمــانــه راته ګوره
هېر نکــړې ګــــوره! دغـــه الهـامي يادګار بيـتـونه
ځـو بـريـــد تــــه روانـېــږو اې ســمــانه راتــــه ګــوره
سيد احسان الله الهام 30 / 09/ 2011