
د پاکستان پولیس
عبدالمالک همت
خدای دي په لاس مه ورکوه ډېر دي ظالمان پولیس
دا د پاکستان پولیس
بند نه په قانون دي نه په شرع بې ایمان پولیس
دا د پاکستان پولیس
که ورغلې په ګیر – سوې په لاس کي یې اسیر – درته جوړ به کړی لوی ویر
چي څه دي وي په جېب کي درنه وړي یې شرمښان پولیس
دا د پاکستان پولیس
نه یې شرم نه حیا ښي – نه یې وېره له هیچا سي – نه یې له لوړ ځایه پروا شي
پر سر دمېز واخلي رشوتونه لوچکان پولیس
دا د پاکستان پولیس
څه چي دي بدمعاشان – يا دي لوی قاچاقبران – دی د دوی ارتباطیان
عجبه یې لا دا چي خپله دی قاچاقبران پولیس
داد پاکستان پولیس
که تلې سم د خدای پر لار – هیڅ دي نه و په چا کار – غریبي دي و روزګار
د ستر جنایتکار په څېر دي څاري جاسوسان پولیس
دا د پاکستان پولیس
او که وې مردم آزار – و په هر کار کي دي کار – ښه دي ګرم و بازار
له تا څخه ډېر خوش وي د ښکیلاک ځېره خواران پولیس
دا د پاکستان پولیس
لوی افسر به یې وایي تا ته – مړی وکړه برالاته – خو پیسې راکړه و ماته
بیا ځه پر خپله تړه د قاتل دي پلویان پولیس
دا د پاکستان پولیس
د دوی کار نه امنیت دی – نه و خالکو ته خدمت دی – نه د نظم حفاظت دی
شوکمار.لوټمار او غله دي ناځوانان چاپه ماران پولیس
دا د پاکستان پولیس
ته به وایې چي دوه درې -خو حتما سم دي پکښې – چي کوي کار بې اسرې
دوه دري پکښې نادر دي نور دي ټول کیسه بران پولیس
دا د پاکستان پولیس
ددوی ټوله صفتونه – غواړي دېر ډېر تحقیقونه – څو په ډک سي کتابونه
په شعر د “همت” پېژندای نسي شیطانان پولیس
دا د پاکستان پولیس