نظــر

طالبه لا دې په همت برکت

 محمدامین بسمل

له ټولو درنولوستونکو څخه هیله کوم، چې دطالبانو سرښندنې یا کړنې زما دټولولیکنو په ګډون په بې پرې ډول وارزوي.

داچې ما یا زما نورو همنظره لیکوالوملګرو دطالبانو په اړوند څه مثبت لیکلي او سملاسي راباندې د طالب ټاپه وهل شوې موږ په دې ټاپه باندې ویاړو ولو که طالبان هم نه یو.

اول خو داچې آیا طالب به موږ ته څه راکړي چې ددوی په اړوند مو تر اوسه څه مثبت لیکلي دي؟

دوهم داچې موږ به دطالب له تڼاکو پښو او څیرو جامو څه لاس ته راوړو چې صفت یې کوو؟

دریم داچې دطالبانواکثریت مطلق به لاتراوسه زموږ په لیکنو خبر هم نه وي نوبیا ولې په داسې یومجهول حالت کې ځانونه قرباني کوو؟

اوڅلورم داچې طالبان دهیواد دنجات لپاره په سرو لمبو کې پر مخ روان دي نه زموږ د پېژندلو په لار کې.

لیکوال محمد امین بسمل
لیکوال محمد امین بسمل

زموږ لوی ویاړ دادی چې وروسته له خپلو لیکنو مو وجدان ارام او کله چې لیکنې موخپرې اوددرنو لوستونکو لخوامثبتې وارزول شي نوداپته پوره راته ولګیږي چې اولس زموږاود طالب په خواولاړدی ځکه خووېیلای شو چې دطالب مقاومت په رښتیا هم یو مشروع او اولسیز مقاومت دی.

زه په طالب ځکه ویاړم چې هغه زما د افغان په نوم ویاړي.

زه له طالبه ځکه ننګه کوم، چې هغه زما د اولس ننګ اوناموس، ملي هویت، ملي ګټو اوارزښتونو ننګه کوي.

زه په طالب ځکه فخر کوم چې څه یې په زړه وي هغه په خوله هم درته وايي مانا د رښتیني پټان زامن دي.

په دې اړوند لازمه ګڼم هغه خاطره تاسوته ولیکم کومه چې د۲۰۰۱زکال دسپتمبرله یوولسمې نېټې وروسته ورسره مخامخ شوم هغه داسې لکه اوس چې طالب نه یم په هغه وخت کې هم طالب نه وم خوزماکوم شرمېدلي اوبې غیرته رقیب د آلمان پولیسوته زماپه اړوند رپوټ ورکړی وچې بسمل له طالبانو سره لاس درلود پاسپورټ یې هم په طالبانو تمدیداوه.

کیسه اوږده ده خولنډه یې داچې پولیسو ور وغوښتم لمړی خو یې زما پاسپورټ وغوښت هغه مې ورکړ وېل تا ولې په بن ښارکې د رباني په سفارت خپل پاسپورټ نه دی تمدید کړی چې آن تردوبۍ رسېدلی یې اوهلته دې په طالبانو تمدید کړی دی؟

ما ځواب ورکړ چې تاسې کوم ثبوت لرئ چې زه دوبۍ ته تللی یم؟

وېل خو دغه دی تمدید دې په دوبۍ کې شوی اوبیا ټاپه شوی په ټاپه کې داسلامي امارت نوم واضح ښکاري.

ماښه په زوره وخندل اوپه خنداکې مې ورته وویل چې محترم همکاره دپاسپورټ هره پاڼه په غور سره وګورئ چې ما له آلمانه خروج، دوبۍ ته دخول او له هغه ځایه خروج او بیا مې آلمان ته دخول کړی او که نه؟

پولیس راغبرګه کړه وېل اول خو دا راته ووایاست، چې دا همکار دې څنګه راته وویل؟

په ځواب کې مې ورته وویل چې زه هم پخپل ګران هیواد کې پولیس وم اوستاسو په ډول مې داستنطاق په برخه کې زدکړې کړې دي.

دپولیس په خبرو کې نرمښت راغی بیایې وویل چې رښتیاهم ته خو له آلمانه دوبۍ ته نه یې تللی نو داپاسپورټ دې څنګه تر دوبۍ رسېدلی دی؟

ماوېل ستاسو ددولت له برکته.

وېل دا څنګه؟

ماوېل خو تاسو د فرانکفورټ په ښار کې د طالبانو استازي ته دازمینه برابره کړې چې هلته خپل دفتر پرانیزي، امریکا هم دملګروملتونو په سازمان کې د طالبانو بل استازی عبدالحکیم مجاهد منلی.

زه خو نه دوبۍ ته تللی یم نه امریکاته بس همدلته ترفرانکفورټه پورې دطالبانواستازي ته ورغلم او هغوی زما پاسپورټ دوبۍ ته ولېږه هلته یې تمدید اوبیایې راته وسپاره.

پولیس یوځل بیا راته وویل چې ولې دې په بن ښارکې د رباني په سفارت نه تمدیداوه؟

ما ورته وویل چې د رباني سفارتونو حقوقي مشروعیت نه درلود.

وېل ولې؟

ما ویل رباني  نه حکومت درلود نه په خاوره حاکمیت اونه په افغانستان کې شتون بس چوکۍ یې په ځان پورې تړلې وه په کولاب کې ناست اوپه سفارتونوکې یې یوازې پکولونه اوپنجشیري برګ برګ دسمالونه پلورل کېدل.

وېل نو طالبانو څه مشروعیت درلود؟

ماویل:

ــ ملي حاکمیت یې درلود.

ــ اراضي یې په کنترول کې وه.

ــ دخپل اولس ننګ اوناموس یې په نره ساتلی و.

ــ ددې ټولې نړۍ په مخ یې یو بې مثاله حکومت هم درلود.

ماویل پورتني څلور شرطونه چې څوک پوره کړي هغوی د رسمیت پېژندلو حق لري نو ماځکه له حقوقي پلوه طالبان د خپل هیواد واکمنان بلل اوپاسپورټ مې په دوی تمدیداوه.

یوه بله مهمه پوښتنه یې دا وه چې:

اوس خو دطالبانو واکمني ختمه شوه، څه فکرکوئ او څه به پېښ شي؟

ما ورته په ځواب کې وویل چې:

تاسو او دنړۍ ډېر هیوادونه به دطالبانو ارمان وکړئ.

وېل دا ولې؟

ما وېل طالبان (آین فاخ) مانا ساده او صادق خلګ وو څه چې یې په زړه وو هغه یې په خوله هم درته وېل ځکه چې رښتیني پټانان وو دخبرو په جریان کې مې پټانان هم ورته تشریح کړل.

بله پوښتنه یې داوه چې:

دشمال ټولوالې په اړوند څه نظر لرئ؟

ماویل په طالبانو به بیا هم ډېر شکر ځکه وباسئ، چې دهغو خو هرڅه په ډګر وو خو دشمال ټلوالې مداریان به مو ډېر ژر وغولوي.

وېل څنګه؟

ماویل اول خومهرباني وکړئ اوزما داځواب له ځان سره سم یادداشت کړئ.

هغه داچې تاسې به په دا دوو دریواونیوکې نه دعطامحمدنوراو نه یې ددې نورو دا اوږدې اوږدې ږیرې ووینئ او نه به د دوی په تن محلي اوافغاني جامې ووینئ بس سرې سرې نکټایاني به درته واچوی داسې شیک شیک پتلونونه به هم درته واغوندي او تاسي به داسې فکر وکړئ چې حقیقي دیموکراتان او اروپایان خو بس همدغه ښاغلي دي خو د زړه کوڅې به یې دومره کثیفې وي چې ستاسو نړیوال حیثیت به خورا زیانمن او دا ور انتقال شوې دیموکراسي به سخته درته بدنامه کړي اوکه ستاسولخوا کمزره فشار وویني نوبه هغه خپل پخواني معبود(کریملین)ته مخ ورواړوي بیابه نوهلته تاسې د طالب ارمان وکړئ.

وروستۍ پوښتنه یې دا وه چې تاسې مې د یوطالب پلوه په صفت پوښتنو درویږنو ته راغوښتي یاست ځوابونه مو هم په زړه پورې خو ډېره جالبه داده چې تاسې په عوض ددې چې له واکه وتلي طالبان وټکوئ یاخپل ځان بې پرې وښیاست برعکس مو هغه څوک راته وټکول چې نړیواله ټولنه ورسره مله ده آیا په دې اړوند کومه وېره نه درته دریږي؟

ماویل زه نه طالب وم او نه یم بس په یوه ورځ دنیا ته راغلی یم اوپه یوه ورځ به ځم نو ولې په وېره او بې غیرتي کې ولاړشم؟

دغه شریف اوقانع پولیس خوراخوښ شواودیوه مېلمه افغان په حیث یې پخپل موټرکې ترخپله ځایه راورسولم.

هغه پولیس اوس هم وخت ناوخت په مخه راشي له ورایه لاس جګ اوداسې په اخلاص راته موسکی شي چې ګواکې زما وړاندوینه په ځای وه.

نودرنو لوستونکو!

له هغه وخته دادي نږدې ۱۵پنځلس کاله تېرشول خو الحمدالله نه له چاووېرېدم، نه مې په قلم کې رنګ وچ شو او نه خو مې په رسنیو په تېره بیا داشغالګرو په رادیوګانوکې د خپل مظلوم اولس په حق خوله پټه کړه حتی لاریونونه او نور مدني حرکتونه مې هم په جرمني کې ترسره کړل.

بل پلو هلته د نر زامن او سرښندونکي طالبان په خورا مظلومیت اوسختې کم وسۍ کې نه یوازې اشغالګرو ته تسلیم نه شول، بلکې د۴۸متعرضوهیوادونوپه وړاندې یې خپل برحقه اومشروع مقاومت په مخ بوت دغلیمانو ملاوي یې ورماتې او په رواني ناروغیو یې اخته کړل.

طالب نن یو نړیوال شهرت ترلاسه کړی دی اودپنځلسوکلونو په سختوخونړیو جګړوچې د امریکا لخوا ژنوساید(عام وژنه)هم ورسره مله وه نه یوازې داچې طالبان د فولادوپه ډول کلک کړل، بلکې د تېرکال دعزم اود نویو عمري فوځي عملیاتو له پیل سره یې له فوځي اړخه په کابل کې لاسپوڅې اداره دمرګي کندې ته ورنږدې کړېده.

په سیاسي لحاظ یې آن په سپینه ماڼۍ سړه تبه راوستې هغه داچې اول خوداټولې نړۍ ته ثابته شوه چې طالبان له خپلو پولو وراخوا په بل چاکارنه لري اونه خوپخپله خاوره کې نورو ته دفعالیت او ترهګري زمینه برابروي.

دوهم داچې په سیمه کې دامریکا اوانګریز باوري اوځانګړي ناظر(پاکستان)هم ونه شو کولای چې دکابل له تش په نامه ادارې سره طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

طالبانوداهم په نره ثابته کړه چې نه د چا لاسپوڅي دي او نه به دپنجاب غلامي ومني وایم په دوی دې افرین او برکت وي.مانا طالبانوخپله خپلواکي اوافغانیت وښود، چې ملک یې خپل، مقاومت یې خپل اومشروع اوبې له الله تعالی ج څخه بل هیچاته نه یوازې نه تسلیمیږي بلکې دسولې خبرې هم بې له امریکاله کوم بل چاسره نه کوی اونه خو خپل ګټلی جهاد، مقاومت اوسرلوړي په چا پلوري.پرون مې د ارګ د خماریانو ببولالې هم واورېدې، چې په حزب اسلامي یې د وسلو ایښودلوغږ وکړ.

تاسې باوروکړئ دحزب اسلامي په حال مې خوراډېرافسوس وکړدهغه حزب اسلامي په حال، چې رهبرګلبدین یې یووخت دامریکا ولسمشر ریګن ته وخت نه ورکاوه چې ورسره وویني خونن یې هیئت له تاليڅټواوغلامانوسره د یو داسې شرموونکي جوړجاړي په لټه کې دی چې یوازې د کابل په مړزګه ورسره ګډ شي.

آیا دا د افغان ستونځې حل لاره دی؟

آیا حزب اسلامي دومره کم وسه شو چې دخان چاکر ته غوړه مالي کوي؟

د حزب اسلامي غړي دې له ما څخه نه خپه کیږي داپه حقیقت کې زمااحساس اوخواخوږي ده له دوی سره چې پاس مې ذکر کړه.

حزب اسلامي خوراسختې قربانۍ ورکړې دي هیله ده چې نورپه دا ډول لنډو منډوځانونه ونه شرموي او د ټولو درنوهیوادپالو خوځښتونو په ګډون دې د اتل طالب څنګ ته ودریږي.ملي اوهیوادپال خوځښتونه نه یوازې طالبان ژر تر ژره بریا ته رسولای شي چې زموږ ټولو پکې ګټه هم ده، بلکې د ورورولي او قناعت په فضأ کې د طالبانو دلیکو په تصفیه کې هم مهم رول لوبولی شي.له تصفیې څخه مې هدف دا دی چې که په رښتیا د طالبانو په مینځ کې شکمن او پردي استخباراتي کسان وي نو باید طالبانو ته قناعت ورکړ شي اود پردیو په ځای داخپل افغان وروڼه ورسره ودریږي ترڅود احمد او میرویس خان تاریخ بیا ګلونه وسپڼي.

زما په نظربې له طالبانو دنورو ټولو سیاسي خوځښتونو واڼې وتلې دي چا یې په چاځان پلورلی اوچا یې په چا.بس همدا طالب دی چې وطن، ننګ او ناموس به مو ژغوري لکه ژغورلی یې چې وه.له طالبانو څخه هم هیله کوم، چې د خپل افغـــان ولــس د ملاتړ ترڅنګ سیمیز ملاتړهم ترلاسه او د سیمې له دا زورورو سره مشروع معاملې وکړي.

زه دوی ته هغه خپلې پخوانۍ مشورې یوځل بیا وریادوم چې ژرترژره خپل حسابي اولوړپوړي کسان دپاکستاني استخباراتو دکنترول له ساحې څخه بلې خواته وباسي ولو که هرځای وي او که نه نو که ګڼ شمېر ولایتونه هم ونیسي بیا به هم هغه پخوانی پنجابی غلیم دشالخواګوزارپرې کوي اودا ځل به یې له سختې ناکامي سره مخامخ کړي چې دابه په حقیقت کې زموږ ټولو تباهي وي.

نن ورځ افغان اولس په طالبانوهراړخیزحساب کوي خپلې حقوقي دعوې دهیوادپه سراسر کې په دوی خلاصوي داځکه چې طالبان رښتیني اوخدای پلوه دي نو دچاپه پلوچې الله ج وي هغه به خامخابریاليتوب ته له خیره سره رسیږي.

بل داچې له برکت سره حرکت هم مهم دی برکت هوایي له اسمانه نه رالوېږي خوځښت اوهمت هم په کار دی.منظورمې دا دی، چې نړیوالوغلیمانو او دهغوی غلامانوداسې هڅې پیل کړې چې طالبان په څو ډلو ووېشي ددې نفاق په اچولو کې امریکا، انګرېز، ناظرپاکستان یې اوهمداراز د ارګ مړسترګي شپه اوورځ نه ستړې کیدونکې هڅې کوي.

دملامحمدعمرمجاهد له مړینې وروسته په طالبانو یوڅه وارخطايي غالبه شوه دا نارمل او طبعي ده له دې موقع څخه زموږ دا پاس ذکر شوو غلیمانو پوره تبلغاتي ګټه پورته او یو ناڅرګند وضعیت رامینځ ته شو.

اوس هم دملا محمد رسول دقیق احوال نه دی مالوم چې چېرې او له چا سره دی.

دملا دادالله منصور دقتل جریان هم سم نه دی مالوم.

دعبدالمنان نیازي کیسه هم مجهوله ده چې څه شو.

دملااخترمحمدمنصور دټپي کېدو اوازې هم کوم ثبوت نه لري.

پورتنۍ مهمې پېښې که رښتیاوي دابه هیڅکله نه وې پېښې شوې که طالبانوزمامشورې عملي کړې وای اوخپل مشران یې لا دمخه له پاکستان څخه نورو خلیجي یا اسیايي ملکونو ته ایستلي وای.

اوس هم په طالبانوناوخته نه ده دوی هم پوځي زورلري،هم سیاسي اوله ټولو مهم داچې اولسي ملاتړ یې هم په برخه دی ځکه خو له ټولو درنولیکوالو اودافغان ټولنې له اګاه قشرڅخه په خورادرناوي هیله کوم، چې خپل قلم دخپل ګران هیواد خپلواکي، خوشبختي اوپرمختګ په لار کې وکاروي نه د پردیو په غوړه مالي او چوپړ کې.

که تاسوپه اشغال پلوه(امریکا پلوه)پښتو او دري ویبپاڼوکې د یوشمېر پلورل شویو کسانو لیکنې وګورئ حیران به پاته شئ چئ په څومره سپین سترګي سره په طالبانو وردانګي او د پاکستان لاسپوڅي یې بولي.

اول خودومره غیرت نه لري چې خپل نوم وليکي بس لکه غله پټ پټ په مستعارونومونولیکنې اوتبصرې کوي په داسې حال کې چې د لوی شیطان ملاتړ هم ورسره دی خوبیا هم وېریږي او خپل ځان نه شي څرګندولای.دا خو نه لیکوالي شوه او نه نرتوب.

بل داچې طالبانوخوهغه ده له پنجابیانوسره مالومه کړه هغه دی دنرپه شان په داسې بدو حالاتو کې په مخ روان دي، ولسوالۍ یوه په بله پسې نیسي اوس نودولایاتوواردی له هغه وروسته به له خیره سره دارګ نشه یان هم په منډو کړي.

خوګټه به مو چاته ورسیږي؟

څومره به یو بل سره ووژنو؟

دننګ اوناموس دساتلو به څوک راپاته شي؟

د پښتون، تاجګ، هزاره، ازبک، ترکمن او له نورو قومونو به څومره میندې او خویندې بورې اوورارې شي د دوی په یتیمانو به دا بې رحمه امریکایان، انګرېزان اویا کوم بل راغلی نابللی اوښکې تویه کړي؟نه او هیڅکله هم نه نو چاره څه ده؟

بس د کابل د تش په نامه ادارې له ټولومنسوبینو څخه هیله کوم، چې طالبانوته تسلیم اوپه ګډه دخپل ګړېدلي او نړېدلي هیواد په خپلواکي او ودانولوکې یواوبل ته لاس ورکړي.

داهم راسره ومنئ، چې طالب زموږ دګران هیواد په تاریخ په تېره بیا په خورا پېچلو حالاتو کې خورا ښه وځلېد ځکه خو دستایلو اومنلو وړدی نو له همدې کبله ورته وایم، چې طالبه لا دې په همت برکت.

دګران افغانستان د خپلواکي او سرلوړی په هیله!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

قربان دی شم بسمل صاحب ، په نوم دی ویاړم ، دا مهمه نه ده چه مونږ د هر خس او خاشاک د منفی ارزونو په اړه متاثره شو ، مونږ د الله ج د ارزونو او ارموینو لاندی یو ، په هغه ارزونه او ازموینه کی دی الله ج مونږ ته د بریالیتوب توفیق راکړی ، دا چه څوک وایی ، چه مونږ طالبان یو ، یا د طالبانو په ملاتړ څه وایو ، څه لیکو پوښتنه تری وکړه چه طالبان څوک دی د جا په ملاتړ کړنی لری ځانونه او مالونه قربانی کوی ، هغوی د هماغه الله… نور لوستل »

عبدالفتاح

بسمل ورور قلم باندى د بركت شه واقعا ريشتنى ليكنه او الله د دين او هيواد ساتونكى تل بريالى لرى

محمد ياسر وردگ

بسمل صاحب په گتو او هيمت دي بركت شه. زه ستا په ریښتېنې غيرت او شهامت افتخار كوم مننه

محمدامین بسمل

له هرڅه لمړی دنن ټکي اسیا ډېروغیرتي او محترموچلوونکو ملګرو ته سلامونه او درناوی وړاندې کوم او ورڅخه مننه کوم، چې زموږ ترخې ترخې لیکنې بې له سانسوره خپروي. دوهم دروندو اوعزتمنو هریو محترم استادبیانزي صاحب، عبدالفتاح ورور، وردګ صاحب او له دوی څخه وروسته که هر افغان وروریا خورمې زما د پورتنۍ لیکنې په اړوند کومه تبصره لیکي سلامونه او درناوی ورته عرض کوم. دمحترم استاد بیانزي صاحب د خوږو اوپاکو جملوپه بدل کې له رب العزت څخه ورته ډېر ډېر اجرونه غواړم هر وخت یې خپله پاکه مینه او خلص ښودلی دی کوریې ودان. عبدالفتاح وروراو وردګ صاحب… نور لوستل »

اخترمحمد گیلانی

بسمل وروره الله دی برکت در کی زه هم طالب نه یم خو دطالبانو په حکومت داری کی زه ددی امارت یو عادی مامور وم او ددوی عدالت می لیدلی دی دوی خاکساره زوند درلود اوس چه داستا لیکنه گورم او لولم واقعازرا رازی دا طالبان دی اله بریالی لری

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x