افغانستان

طالبان: د ۱۱ امريکايانو په ګډون مو ۵۷ عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳۰مه، ۱۳۹۵ل): طالبان وايي، چې کندوز کې يې د بريدونو او جګړو پر مهال د يوولسو امريکايانو په ګډون ۵۷ دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له لورې رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دوی جنګياليو د قلعه زال ولسوالۍ اقتيپې سيمه کې د قوماندان خوشبخت پر پوستو بريد کې دوه سترې پوستې ونيولې او د دغې نښتې په ترڅ کې يې نهه عسکر وژلي او ۱۵ نور يې ټپيان کړي دي.

شېبه مخکې ذبيح الله مجاهد رسنيو ته وويل، چې د دوی جنګياليو قلعه زال ولسوالۍ مرکز، امنيه قوماندانۍ او نږدې ټولې دولتي ودانۍ او پوستې ونيولې.

د چهاردرې ولسوالۍ څخه تازه ترلاسه شوي راپورونه وايي، چې له تېرو درې ورځو راهيسې د طالبانو له لوري محاصره ده او حکومت امنيتي ځواکونو ته تازه دمي عسکر او مرستې نه دي رسولي.

له تېرو څو ورځو راهيسې، چې طالبانو د عمري پسرلنيو عملياتو د پيل اعلان کړی، چې ورسره د هېواد په لر و بر، په ځانګړې توګه په شمالي ولايتونو او کندوز کې جګړې ډېرې توندې شوي دي.

وروستي راپورونه وايي، چې طالبان د کندوز ښار څلورو خواوو ته رارسېدلي او د ښار د نيولو لپاره يې سخته جګړه پيل کړې ده.

کندوز ته امريکايي سرتيري د افغان امنيتي ځواکونو دفاع لپاره د جګړې ډګر ته راغلي او له تېرو څو ورځو راهيسې يې د طالبانو پر ضد جګړې پيل کړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د ښار اړوند حضرت سلطان، کله ګاو او نورو سيمو کې د طالبانو او ګډو ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي او د دوی په وينا تر اوسه يې د يوولسو امريکايانو په ګډون ۵۷ عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې او جګړه لا هم روانه ده.

رسنۍ د ځايي چارواکو او امنيتي ځواکونو له قوله وايي، چې لوړپوړي جنرالان او ولايتي چارواکي د جګړې ډګر ته نه ورځي او ټيټ پوړي افسران او عام عسکر يې د طالبانو بريدونو ته يوازې پريښي دي.

د کندوز ښار اوسېدونکو شمشاد تلويزون ته ويلي، چې دوی ويني لوړپوړي چارواکي د طالبانو له ويرې د جګړې پر ځای د هوايي ډګر لور ته روان دي او وايي، که کندوز سقوط وکړي، نو دوی بايد ځانونه مخکې له مخکې خوندي سيمو ته ورسوي، عام عسکر او ټيټ پوړي چارواکي به د طالبانو بريدونو ته پاتې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x