د قسیم فهیم دمارشالۍ اوبه یو ځل بیا په لوړه وختلې .
یوه تازه خبر وایي ، چې د ولسمشر کرزي لومړني مرستیال محمدقسیم فهیم یو ځل بیا دخپل زور اوبه په لوړه خیژولي او د لویې څارنوالۍ یو مهم حکم یې په لغته وهلی دی .
څه موده وړاندې چې دماليې وزیر د پارلمان یو شمیر وکیلان په قاچاق تورن کړل ، نو لویې څارنوالۍ دغه متهم وکیلان چې دفراه وکیل سمیع الله صمیم هم په کې وو ، ممنوع الخروج اعلان کړل ، چې له هغه مهاله بیا تراوسه دغه وکیلان له افغانستانه بهر نه ووتللي .
سمیع الله صمیم چې له مارشال فهیم سره تجارتي مشارکت او پخه انډیوالي لري تر دې چې دمارشال فهیم بچه خوانده بلل کیږي ، په دې وروستیو کې یې غوښتل سعودي عرب ته سفر وکړي خو د لویي څارنوالۍ فرمان یې دسفر په مخکې خنډ پروت وو .
سمیع الله صمیم خپل دغه شکایت قسیم فهیم ته رسولی او قسیم فهیم هم مخامخ لوی څارنوال ته ټیلفون کړی ، چې دتوندو خبرو په پایله کې يې نه یوازې دصمیم دممنوع الخروجۍ حکم پرې لغو کړی بلکې علاوه یې نورې خوشکې هم ورته کړي دي .
یو کابل میشتي خبریال رزاق مأمون دخپلو منابعو په استناد وایي ، قسیم فهیم لوی څارنوال اسحاق الکو ته ویلي ( ته خو تر پرونه پورې په المان کې دنانوایي شاګرد وې ، اونن څارنوال شوې ، ته په قانون څه پوهیږې ، که ترسبا پورې دې دصمیم دممنوع الخروجۍ حکم وا نخیست ، بیا دې ګیله له ځانه کوه . . . )
خبریال وایي ، ددې لفظي شخړې په پایله کې دقسیم فهیم دمارشالۍ اوبه یوځل بیا په لوړه ختلې دي ، اسحاق الکو دخپل ویاند بصیر په لاس صمیم ته دسفر اجازه لیک او دپخواني فرمان د لغوې سند سپارلی ، صمیم تیره ورځ سعودي عربستان ته سپور شوی ، خو اسحاق الکو ورنه په عوض کې یوازې دا غوښتنه کړې چې ( لطفا اي موضوع رسانه ای نکنید )