
کندز: قلعه زال ولسوالۍ سقوط وکړ
نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳۰مه، ۱۳۹۵ل): د کندز ولایت قلعه زال ولسوالۍ سقوط کړی او د طالبانو لاس ته لوېدلې.
طالبان وايي چې د ولسوالۍ مرکز ته ننوتلي، د ولسوالۍ ودانۍ، امنیه قومندانۍ او ټولې اړونده پوستې یې نیولي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا، ولسوالۍ نن سهار د دوی ځواکونو لاس ته ورغله.
ښاغلی مجاهد په ولسوالۍ کې د ګڼ شمېر وسلو او مهماتو د نیولو خبر هم ورکوي.
دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څرګندونې نه دي کړي.