افغانستان

سیلابونو په بادغیس کې ۲۸ کسان وژلي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳۰مه، ۱۳۹۵ل): د بادغیس ولایت چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د سیلابونو له امله تر اوسه ۲۸ کسان وژل شوي او نور مالي زیانونه هم اوښتي دي.

امنیه قومندان عبد الرؤوف تاج رسنیو ته ویلي چې ۱۳ تنه په سنګ آتش کې، ۸ تنه په جوند، د یوې ښځي او دوه ماشومانو په ګډون څلور تنه په اب کمري ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله خپل ژوند له لاسه وکړی.

د یادوني وړ ده چې تیره ورځ د بادغیس ولایتي شورا غړي محمد فرید اخیزی رسنیو ته ویلي وه چې په سنګ اتش کې د سیلابونو له امله یو مسافر وړونکی موټر چپه شوی چې له امله یې ۱۲ تنه مړه شوي.
نوموړي ویلي وه چې په مړو کې شپږ تنه د هرات ولایت وه او د نورو مړو هویت لا نه دی څرګند.

دوه ورځي وړاندي په سمنګان ولایت کې هم سیلابونو پنځه تنه وړي وه او ډیري کرنیزي ځمکي يې زیانمني کړي وې.

بل خوا د کندوز ښار هم د سیلابونو له امله په اوبو کې ډوب سوی. د ښاروالي چارواکو ویلي چې د ښار په لور د نقي ویالي بند د نامعلومو کسانو له لوري را خلاص شوی، چې له امله یې د نواباد څخه بیا د مدرسې تر سړکه سیمي په اوبو کې ډوبي دي.

دوی ددغه سیمو اوسیدونکو ته ویلي چې د سیلاب او خټو څخه د ځان ژغورني په خاطر خپله لاس په کار شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x