fbpx

مه خفه کېږه! (۹۷) – په خپل ځان کې د نېکمرغۍ په لټه کې شه!

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ په خپل ځان کې د نېکمرغۍ په لټه کې شه!

انګلیسی شاعر “میلتون” وایې:
عقل په خپل ځان او خپل ځای کې کولای شی، له جنت څخه دوزخ او له دوزخ څخه جنت جوړ کړی!

متنبی وایې:
(( د علم او عقل څښتن له خپل عقل سره بیا هم په نعمتونو کې بدمرغه دی، په داسې حال کې چې جاهل په خپل جهل کې چې یوه ستره بدمرغی ده، بیا هم نېکمرغه دی! ))

ناپلیون په “سانت هلینا” کې وویل:
په خپل ژوند کې شپږ ورځې هم ماته داسې نه دی جوتې شوی، چې ما پکې نېکمرغۍ ترلاسه کړې وی.

هشام بن عبدالمالک وایې:
” ما په خپل ژوند کې د نېکمرغۍ ورځې وشمېرلې، نو دیارلس ورځې راته پکې جوتې شوې. ”

نامتو عالم او زاهد سعید بن المسیب رحمه الله وایې:
(( الحمد الله چې دوی زموږ لور ته راتښتی، او موږ د دوی لور ته نه ورتښتو. ))

پیاوړی خطیب او واعظ ابن سماک د هارون الرشید په دربار کې حاضر شو، هارون الرشید تږی شو او اوبه یې وغوښتلې.
ابن سماک ورته وویل: که دغه اوبه درڅخه ایسارې کړای شی، نو دې ته چمتو یې ترڅو خپله نیمه پاچاهۍ ور کړې؟
هغه ورته وویل: هو!
کله یې چې اوبه وڅښلې، ابن سماک ورته وویل: که د دغه اوبو بوتل له تا څخه ایسار کړای شی، ایا دې ته چمتو یې ترڅو د خپلې نیمې پاچاهۍ په بدل یې اخراج کړې؟
هغه وریل: هو!
ابن سماک ورته وویل: بیا نو په داسې پاچاهۍ کې هېڅ خیر نشته، چې د یوه غړپ اوبو په اندازه هم ارزښت و نه لری.

د ختیځ شاعر علامه اقبال رحمه الله وایې:
(( که ایمان له لاسه ووځی، امان نشته، دینداری یې چې ژوندۍ نه ده، جهان نشته. ))

“امرسون” د خپلې مقالې “پر نفس اعتماد” کې لیکې:
(( سیاسی نصرت، د ناروغۍ درملنه، په اجرتونو کې اضافه او د نېکمرغو ورځو بېرته راتلل، دغه یو یې هم تا ته ډاډمنی نشی جلب کولای، ډاډمنی په همدې کې ده چې پر خپل نفس اعتماد وکړې. ))

او داسې نورې …

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د