ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۸۱) – کتاب یو غوره ملګری!

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ کتاب یو غوره ملګری!

د نېکمرغۍ د لاس ته راوړلو یوه ډېره مهمه وسیله د کتاب مطالعه ده!

جاحظ په دې اړه داسې وایې:

” کتاب هماغه یوازېنی صمیمی دوست او مخلص ملګری دی، چې نه دې خفه کوی او نه دې پرېږدی، نه درڅخه څه غواړی، نه درسره دوکه کوی، نه خیانت او نه تملق او چاپلوسی. ”

کتاب هماغه څه دی، چې په کتلو سره یې خوښۍ زیاتېږی، ذهن تېزوی او ژبه صفا کوی، زړه ته ډاډ ورکوی او سینه پرې پراخېږی!

کتاب هماغه څوک دی، چې هم د شپې له تا څخه پلوی کوی او هم د ورځې، هم په سفر کې او هم په حضر (کور) کې.

دا هماغه یوازېنی ښوونکی دی، چې که ورته اړ شوې، نو له ملاتړ څخه دې لاس نه اخلی!

موږ باید په دې پوه شو، چې تر ټولو غوره څه چې وزګار خلک پرې د شپې او ورځې خالی وختونه ډکولای شی کتاب دی.

دا هماغه شی دی، چې د دین او دنیا چارې پرې سمبالېدلای شې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x