ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۸۲) – د کتاب غوره والی!

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ د کتاب غوره والی!

ابو عبیده وایې:
مهلب په خپل وصیت کې زامنو ته داسې وویل:
” په بازارونه کې یوازې پر دوو ځایونو کې تم کېږئ:
۱: چېرته چې خواړه تیارېږی.
۲: چېرته چې کتاب تیارېږی. ”

یوه ملګری راته کیسه کوله، چې یو کتاب مې د یوه شامی عالم په وړاندې چې د غطفان کارنامې پکې وې، ولوست.
هغه داسې وویل:
کارنامې له منځه تللی؛ خو په کتابونو کې لا هماغه شان پاتې دی.

حسن اللولوی وایې:
” پوره څلوېښت کاله ما له کتاب سره ټینګه ملګرتیا کړې. ”

ابن الجهم وایې:
” په یوه نامناسبه وخت کې چې خوب راباندې یرغل کړی، نو له کتاب څخه مې مرسته غوښتې او هغه زما بشپړ حمایه او ملاتړ کړی. ”

تر ټولو ستر او شریف کتاب:

﴿ كِتَابٌ أُنزِلَ إِلَيْكَ فَلاَ يَكُن فِي صَدْرِكَ حَرَجٌ مِّنْهُ لِتُنذِرَ بِهِ وَذِكْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ ﴾
ژباړه: ” دا یو کتاب دی، چې تا ته درلېږل شوی دی، نو ای محمده ﷺ ! ستا په زړه کې دې له ده نه څه اندېښنه نه وی.
دده له نازلولو نه موخه دا ده، چې ته دده په وسیله (منکران) ووېروې، او د مومنانو لپاره یادونه وکړې. “

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x