ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۸۳) – د کتاب لوستنې ګټې!

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ د کتاب لوستنې ګټې!

۱: وسوسې، غمونه او اندېښنې له منځه وړی.

۲: په باطل کې د ور دننه کېدو مخه نیسې.

۳: د عقل نمو او د زړه تصفیه کوی.

۴: د خلکو د تجاربو او د عالمانو له استنباطاتو څخه لاس ته راوړنې کېږی.

۵: کتاب ستر واعظ دی، ایمان پیاوړی کوی.

۶: د علومو د موندنې لپاره خورا غوره ملکه ده.

۷: د ذهن، زړه او وخت درې واړو حمایه او ساتنه کوی.

۸: د علم لمن پراخوی او د معلوماتو پانګه زیاتوی.

۹: له بې کارانو څخه نجات در په برخه کوی.

۱۰: د غلطۍ اصلاح دې کوی، فصاحت او بلاغت مینځته راوړی.

۱۱: د خبرو پر فهم او د عبارت پر موخه او د جملو پر مدلول او حکمت باندې د پوهېدو رسوخ منځ ته راولی.

یو شاعر وایې:

” تر ټولو ستر لذت او خوند د الفاظو او ماناګانو په مقصد پوهېدل دی؛ نه پر خوړو او اوبو د خېټې ډکول. “

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x