افغانستان

زابل کې طالبانو ۱۲ تنه اربکیان ژوندي نیولي،ګڼ شمیر وسلې یې ولجه کړې

Image.aspxله زابل ولایت نه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي تیره شپه طالبانو دشاه جوي ولسوالۍ ته څیرمه دکلاخیلوپه کلي  کې داربکیانو پر امنیتي پوسته  وسلوال برید ترسره کړ،پوسته یې ونیوه او په پوسته کې موجود ۱۲ تنه اربکیان یې له ځان سره ژوندي بوتل ، خبر زیاتوي طالبانو له پوستې څخه ۸میله کلاشینکوف ،یو راکټ،یو میل پیکا او ګڼ شمیر دسپکو او درنو وسلو مهمات له ځان سره وړي.

یوې باوري سرچینې ویلي طالبانو لومړي په پوسته کې خپل نفوذي کسان داخل کړي وو چې له موقع نه په استفاده یې  په  په پوسته کې پرمیشتو اربکیانو حمله وکړه له برید سره سم له دباندي ګڼ شمیر طالبان پوستې ته داخل شول په پوسته کې پراته  کسان یې لومړی وتړل او بیا یې له ځان سره ژوندي بوتلل.

دیوبل خبر لمخې ، دشاه جوي بازار ته څیرمه د(سنګي نکې) سیمې امنیتي پوسته چې دطالبانو د درنو وسلو ترمسلسلو بریدونو لاندې وه تیره ورځ ۴ بجې   دپوستې امنیتي عسکر تېښتې ته اړ شول او پوسته یې په پشړډول تخلیه کړه .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x