ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۸۴، ۸۵)

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ دمه!

ابوبکر صدیق رضی الله عنه ناروغ شو، خلک یې پوښتنې ته راغلل او ورته یې وویل: طبیب درته راولو؟
هغه ورته وویل: طبیب وکتلم!
بیا یې پوښتنه وکړه: څه یې درته وویل؟
ویې ویل: زه خامخا هماغه کار کوم، څه ته چې اراده وکړم.
============

مه خفه کېږه! (۸۵)

۞ مه خفه کېږه! دلته یوه بله ننداره، بل ژوند او بله ورځ هم شته!

چې الله تعالی ﷻ پکې لومړنی او وروستنی خلک ټول راټولوی، د چا چې په دنیا کې مال سلب شوی وی، نو په اخرت کې به یې ترلاسه کړی، چا چې دلته ظلم کړی وی، هلته به یې عذاب وګالی!

المانی فیلسوف کانت وایې:
” د نړیوال ژوند ډرامه همدلته پای ته رسېږی، خامخا باید یوې بلې نندارې ته سترګې په لاره شو، ځکه چې دلته موږ ظالم او مظلوم دواړه ولیدل؛ خو انصاف مو ونه لیده، زړه ور او کمزوری مو هم ولیدل؛ خو غچ مو ونه لیده.
حتمی ده، چې داسې نړۍ باید وګورو چې هلته عدالت او انصاف هم وی. ”

شیخ علی طنطاوی رحمه الله پر دې خبره د تبصرې پر بنیاد وایې:
” د دغه اجنبی خبره ضمنا د قیامت په ورځ اقرار کول دی! ”

یو شاعر وایې:
” کله چې وزیران، کاتبان او قاضیان له یوې مخې ظالمان وی، نو د اسمان د قاضی له لورې د ځمکې د دغه ډول قاضیانو لپاره تباهی، بیا هم تباهی او بیا هم تباهی ده! ”

الله تعالی ﷻ وایې:

﴿ لَا ظُلْمَ الْيَوْمَ إِنَّ اللَّهَ سَرِيعُ الْحِسَابِ ﴾
ژباړه: ” نن ورځ به په چا ظلم ونه شی، او الله ﷻ ډېر ژر حساب کونکی دی. “

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x