fbpx

مه خفه کېږه! (۸۶) – نړیوالې خبرې!

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ نړیوالې خبرې!

روبرت لویس ستیفنسون لیکې:
” هر انسان کولای شې، د یوې ورځې تر پای پورې یو ډېر سخت کار هم وکړی ، او ستره نېکمرغې هم ترلاسه کړی، چې همدغه د ژوند غوښتنه ده. ”

یو بل فیلسوف وایې:
” ستا ژوند یوازې یوه ورځ دی، پرون تېر شو او سبا لا راغلی نه دی. ”

طفیل وایې چې:
” کله هلک شم، هلکی راته وایې، چې کله زلمی شم، زلمی راته وایې، اوس نو زه واده کوم، ښه نو تر واده وروسته بیا څه کول په کار دی؟ او د دغو ټولو پړاوونو تر وهلو وروسته نو بیا څه کول پکار دی؟ فکر تغیر مومی او هڅې زیاتېږی؛ خو د ژوند هماغه شپې یې له لاسه ورکړی، اوسې چې د هماغه ورځې په اړه دقیق فکر ته اړتیا لیدل کېږی، همدغه د هفو خلکو حال دی چې د توبې په ویستلو کې نن او سبا کوی. ”

په سلفو کې یو عالم وایې:
” زه تاسې د “سوف” (ډېر ژر) له توری څخه وېروم، ځکه دا یوه داسې کلمه ده چې تل یې د خیر او صلاح د کارونو په سر ته رسولو کې ځنډ رامنځته کړی. ”

الله تعالی ﷻ وایې:

﴿ ذَرْهُمْ يَأْكُلُواْ وَيَتَمَتَّعُواْ وَيُلْهِهِمُ الْأَمَلُ فَسَوْفَ يَعْلَمُونَ ﴾
ژباړه: ” دوی پرېږده! چې خوراک څښاک وکړی او د اوږدو ارزوګانو له کبله په بې پروایۍ کې پرېوځی، ډېر ژر به پوه شی. ”

فرانسوی فیلسوف مونتون وایې:
” زما ژوند په بشپړه توګه له بدمرغیو څخه ډک او هېڅکله یې له ترحم څخه کار نه دی اخستی! ”

دانسی وایې:
” داسې فکر وکړه، چې نننۍ ورځ بیا نه راخېژی. ”

زه وایم تر دې هم قوی او ښه خبره د رسول الله ﷺ خبره ده، چې وایې:
(( صَلِّ صَلَاةَ مُوَدِّعٍ )) یانې: ” داسې لمونځ وکړه، ګواکې همدغه ستا وروستی لمونځ دی. ”

مشهور هندی ممثل او ډرامه لیکونکی “کالید اسا” لیکې:
” سباوون ته سلام، دغې ورځې ته وګوره، ځکه دا ژوند دی، د ژوند په دغه لنډه موده کې به ستا د وجود مختلف حقایق ترلاسه شی، د نمو نعمت، ښه کار، د بری زېری، ځکه چې تېر شوی پرون یو خوب ؤو، راتلونکې په امید خوړل کېږی؛ له دې کبله همدغه نننۍ ورځې ته ځیر شه، چې همدغه د سباوون سلام دی. “

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د