افغانستان

د کانونو او پټرولییم وزیر استعفا ومنل شوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳۰مه، ۱۳۹۵ل): له نږدې درې اوونیو وروسته د کانون او پټرولیم وزیر له لوري ارګ ته لېږل شوي استعفا ومنل شوه.

ډاکټر دادوشاه سبا د خپلې استعغا علت د ملي امنیت شورا له لوري د معدنونو او کانونو لوټ په ګوته کړی و او له استرلیا نه يې خپله استعفا ارګ ته ولېږله.

کره سرچينې وايي چې د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر د نوموړي وزیر په کارونو کې لاسوهنه کوله او ان د هېواد ګڼو معادنو قرادادونه يې پر زور پرې لاسلیکول.

له نږدې درې اوونیو بحث وروسته ولسمشر د نوموړي استعفا منلې او د هغه پر ځای يې غزل حبیب یار د دې وزارت سرپرسته ټاکلې ده.

حبیب یار تر دې وړاندې په دې وزارت کې د سرپرستې په توګه دنده ترسره کوله.

که څه هم د ملي امنیت شورا په غبرګون کې د داود شاه سبا استعفا او د هغه د استعفا د دلایلو اړوند خپاره شوي راپورونه بې بنسټه وبلل او ويې ويل چې نوموړی لا هم پخپله دنده بوخت دی، خو د غزل حبیب یار ټاکنې په ګوته کړه چې له دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست وروسته دغه مهم اقتصادي وزارت هم د سرپرستۍ ښکار شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x