نظــر

اروپا ته سفر د ډانګ اوپرانګ ترمنځ

بهرنیو هیوادونو ته په ځانګړې ډول اروپايي هیوادونو ته  د افغان ځوانانو ورتګ او هلته بیا پناه غوښتل ممکن د بیلابیلو پټو اوښکاره لاملونو او دلائلو له مخې وي، خو شمیر بیا وايي په هیواد کې بي روزګاري، ټکنې اقتصادی وضعیت، خراب امنیت، په راتلونکې نه باور، کورنۍ شخړې اوتربګنۍ، همزولو سره ناسالم رقابت اوسیالۍ ، لوړو زده کړوته  د ځوانانو نه بریالیتوب، د بهرنیو هیوادنو سره د افغانانواړیکو پراختیا او راشه درشه، د هغه شمیر افغانانو له لوري چې هلته مېشت دی د هوسا او آرام ژوند افسانوي اوخیالې کېسې اورول هغه هڅوونکې توکې او موارد جوړوي چې ډیرې ځوانانو په مغزو کې ېې  د خپل هیواد پریښودو اود سر په قیمت د ژوند اومرګ ترمنځ سفر ته لیوالتیا پیداکړي.

 موده وړاندي مي د یو پلار سره چې ۱۳ کلن زوي يي بهر ته ( ترکی نه یونان)  د تګ لپاره قربانۍ شوي و مرکه درلوده، سپین ږیری کمال اکا  د لغمان ولایت اوسیدونکې  او کابل- جلال آباد پرلویه لاره د اروښاد ګل پاچا الفت مزار ته مخامخ د خوراکۍ توکیو پلورنځې لری، هغه ویلې زوی می ۱۳ کاله هم پوره کړی نه و، د تره ځامنو يي ولمساوه  چې بهر کې کمکیانو ته ژر د اوسیدو اسناد ورکوي، هغوي ماته قناعت راکړما هم خپلې غریبي ته وکتل چې ګوندي د ځوي په رسیدو به زما ژوند هم بدل شي، که زه له تقدیره وار دمخه خبر وای خاورې به مې خولې ته اچولې وای خو زوی به می بهر ته وو لیږلی، ضیاء الرحمن د ایران له لارې ترکې ته ورسیده ،ترکانوپه ښوونځې کې شامل کړي وڅرنګه چې دهغه هدف یو اروپاېې هیواد ته ځان رسول و نو له ترک ښوونځې وتیښیده ،ترکانو ځکه هغه په ښوونځې کې شامل کړي وچې عمر يي کم و، ځوی بایلونکې پلار ویل ، که سرمي له لحده ولګي خوهغه شپه به مې هیره نشي چې  زوی می راته په ټیلفون کې   ویلې پلاره جانه!  دعاء راته وکړه نن شپه کښتۍ کې یونان ته اوړم په دی سره د کمال  اکا په ستونې کې خبره تغمه شوه اوپرمخ غټې اوښکې راماتي شوي.

 نوموړي ويي ویل دا يي ځوي سره وروستۍ ټیلفونې اړیکې وی،د هغه پرزوی کښتۍ ډوبه شوه  په کښتۍ  کې یوازي د یوه تن رزق پر نړۍ پاتي و چې وژغورل شو،پاتی  ۲۱ تنه سپاره د بحر د کبانو او نورو سمندرې  ژووخوراک شول.

 کمال  اکا د بهرنیو چارو وزارت نه ګیله من و،هغه ویلې هغه پلاوې چې یونان ته د نادرکه افغانانو جسدونو موندنې او ارزوني  لپاره لیږل شوي وهغوي هلته په ساعتیرو اخته شوي و، چې په پاېله کې دده د ځوي جسد ونه موندل شوچې لږترلږه په قبر خو به ېې د زړه مېنه ماته وه .

همدغه راز یوشمیر ځوانان چې په تیرو ۱۲ کلونو په جریان کې يي له بهرنیو ځواکونو سره د ترجمانو په توګه دندنې ترسره کړي، هغوي ددی ویرې که ګواکې طالبان بیا واک ته ورسیږي نو د دوی ژوند به له خطر سره مخ شي نو دغه ډله ځوانان هم په قاچاقې اوله خطره ډکو لاروباندي ځانونه  اروپايي هیوادونو ته رسوي، د ځوانانو ترمنځ یوه خبره مشهوره شوي ( بچیم خود ره بکش که  ۲۰۱۴ نزدیک است) داچې بهرنې ځواکونه په ۲۰۱۴م کې د وتو خبره کوي نو ډیرې ځوانانو سره يي دا انديښنه را ولاړه کړي چې ګوندي بیا د ۹۰ یمې لسیزې ترخې تجربې تکرار شي نو دوی سر له اوسه پر خوندي لارو چارو باندي غور کوي.

 اروپايي هیوادونو ته د مهاجرینو بې کچې ورتګ هغوي دویته مجبوره کړي چې د پناه غوښتنې شرایطوکې سختوالی راولی استرالیا څه موده وړاندي اعلان وکړچې هغه شمیر مهاجرینو او پناه غوښتونکیو ته پناه ورنکړي چې د سمندري لارې نه په  کښتېوکې  ودغه هیواد ته  ورځي د استرالیا لومړي وزیر کیون رډ ويي ویل د نوي تګلارې موخه د مسافرو د خطرناک سمندرې  سفر څخه منع کول دی خود بشر د حقونو ډلې د استرالیا د پناه غوښتونکیو په نوي تګلارې نیوکه کړي.

لیکنه : همایون بابر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x