ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۸۷) – د ځان په اړه دغه پوښتنې مطرح کړه

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ د ځان په اړه دغه پوښتنې مطرح کړه:

د ماضی او مستقبل پر وړاندې اوسپنیزې دروازې ودروه، او د همدغې نننۍ ورځې په دقیقو کې ژوند وکړه:

۱: ایا کولای شم قصد وکړم، چې نننۍ ژوند د مستقبل په اړه له اضطراب او اندېښنو څخه وژغورم؟

۲: ایا خپل نن د ماضی د پېښو په رایادولو سره تریخ او بې خونده کړم؟

۳: ایا سهار مهال وختی راپورته شوی یم، چې د څلوېښتو ساعتونو په اوږدو کې له دغې ورځې څخه ګټه واخلم؟

۴: ایا د دقیقو په حساب مې د دغې ورځې له ژوندانه څخه استفاده کړې؟

۵: داسې کارونه به کله پیل کړم؟ نن؟ که سبا؟ او که په راتلونکې کې؟

۶: له ځان څخه وپوښته، چې داسې کومه پېښه منځته راغلې، چې ته پر هغې ځورېدلی نه اوسې، او تر دې ناوړه پېښه بله کومه کېدلای شی؟

د دغه ډول پېښو د تحمل لپاره ځان چمتو کړه.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close