
مه خفه کېږه! (۸۸ – ۸۹) – غم ځواک له منځه وړی، غمونه ټپونه شڼوی
لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾
۞ غم ځواک له منځه وړی، او بدن له ګواښونو سره مخامخوی!
دکتور “الکسیس کارل” هماغه چې په طب کې یې د نوبل جایزه اخستې ده، وایې:
” هغه کارګران چې نشې کولای د خپلو ستونزو غم وخوری، ډېر ژر مری. ”
زه وایم:
” هر څه د الله تعالی ﷻ په تقدیر پورې اړه لری؛ خو د کارل خبره په دې مانا صحیح ده، چې غمونه او اندېښنې د ژوند لپاره ناوړه ګواښونه دی. ”
===========
مه خفه کېږه! (۸۹)
۞ غمونه ټپونه شڼوی!
دکتور “جوزیف ایف مونتاګو” په خپل کتاب (عصبی ستونزه) کې وایې:
” ټپ له دې کبله نه دی راغلی چې تا څه خوړلی، بلکې له دې کبله راغلی چې ته څه شی خوړلی یې!؟ ”
متنبی وایې:
” غمونه او اندېښنې انسان ډنګروی، او له خپل وخت څخه وړاندې یې زړوی. ”
دکتور ادوارد بودولسکی په خپل کتاب ( خفګان پرېږده او د افضل خوا ته ولاړ شه ) کې لیکې:
” خفګان، اندېښنه او اضطراب له زړه سره څه کوی؟
د وینې فشار له همدې کبله منځته راځې.
د روماتېزم ناروغۍ رامنځته کوی، او داسې نور … .. . ”
دکتور کارل مانینګر د نفسی ناروغیو متخصص په خپل کتاب “انسان د خپل ځان پر ضد” کې وایې:
” دکتور مانینګر تا ته له اضطراب څخه د ځان ژغورنې په هکله هېڅ هم نشی درکولای، بلکې یو بوږونووکې راپور در کوی، چې موږ خپل اجسام او بدنونه، عقلونه او فکرونه څه ډول د اضطراب او اندېښنو له کبله ښکار کړی!؟ ”
فرانسوی فیلسوف مونتین وایې:
” زه دې ته مینه وال یم، چې ستاسې ستونزې په خپل لاس سره حل کړم، نه په زړه او ځیګر سره. ”
دکتور “راسل سیسل” د “د کورنیل” د پوهنتون د طب له پوهنځی څخه د مفاصلو او بندونو د التهاب او دردونو په اړه څلور عوامل په ډاګه کوی:
۱: ناکام واده.
۲: مادی اضطراب او اندېښنې.
۳: نفسی اضطراب او تنهایې.
۴: حقارت او کینه. ”
دکتور “ولیم مالک ګوینګل” په امریکا کې د غاښونو د ډاکټرانو اتحادیې ته په خطاب کې داسې وویل:
” اضطراب، اندېښنه، وېره او خوف، امکان لری چې په جسم کې د کلسیوم په خورولو کې رول ولوبوی، او د غاښونو د تلف کېدو سبب شی. “