ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۹۰، ۹۱) – د خپل رب په اړه ښه ګومان ولره!

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ خپل معاملات په ډاډه زړه حل کړه!

ډیل کارینګی وایې:
” په جنوبی سیمو کې زنګیان او چینایان ډېر لږ په ناروغیو اخته کېږی، او د دې لامل همدا دی چې دوی خپل کارونه د زړه په ډاډ سره سر ته رسوی!
هغه امریکایان چې ځان وژنې کوی، شمېر یې د هغو کسانو په نسبت ډېر زیات دی، چې د پینځو غټو ناروغیو په نتیجه کې خپل ژوند له لاسه ور کوی!
دا یو تریخ حقیقت دی، ښایې ډېر خلک یې ونه منی. ”

=========

مه خفه کېږه! (۹۱)

۞ د خپل رب په اړه ښه ګومان ولره!

ولیم جیمز وایې:
” الله تعالی ﷻ زموږ ګناهونه معاف کوی؛ خو زموږ اعصاب هېڅ کله هم داسې نه کوی!!! ”

ابن الوزیر په خپل کتاب “العواصم والقواصم” کې لیکې:
” د الله تعالی ﷻ رحمت ته سترګې په لاره کېدل، د بنده لپاره د امیدونو ټولې لارې پرانېزی او د الله تعالی ﷻ پر اطاعت یې تقویه کوی، او د خیریه کارونه په سر ته رسولو کې یې مرسته کوی. ”

زه وایم: دا صحیح خبره ده، ځکه ځینې نفسونه د الله تعالی ﷻ له ذکر، توبې او عفوې نه پرته په بل څه نشی اصلاح کېدلای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x