ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۹۲، ۹۳) – له مثبتې او رغوونکې نیوکې څخه مه وېرېږه!

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ کله چې ستا خیالات مهم وی!

توماس اډیسن وایې:
” له تفکر څخه د تېښتې لپاره هېڅ داسې وسیله نشته، چې انسان ورته پناه یوسی، خو هماغه څه چې تفکر اداره کوی او هغه د یوه مثمر او ګټور عمل په لور فکر کول دی. ”

—————

مه خفه کېږه! (۹۳)

۞ له مثبتې او رغوونکې نیوکې څخه مه وېرېږه!

اندریه مورو، وایې:
” هغه څه چې زموږ له شخصی رغبت سره سمون خوری، هغه حقیقی دی او تر دې پرته نور څه چې دی، هغه زموږ غوسه او غضب دی. ”

زه وایم: هو! نیوکه او نصیحت همداسې وی؛ غالبه دا ده چې زموږ مدحه او صفت د همغه ډوهل ته څڼې غورځوی، که څه هم پر باطله وی، او دا لوی عیب دی.

الله تعالی ﷻ وایې:

﴿ وَإِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ إِذَا فَرِيقٌ مِّنْهُم مُّعْرِضُونَ ﴾
ژباړه: ” کله به چې دوی الله تعالی ﷻ او د هغه رسول الله ﷺ ته راوبلل شول، چې د هغوی ترمنځ پرېکړه وکړی، ناڅاپه له دوی څخه یوې ډلې به سرغړونه وکړه. ”

ولیم جیمز وایې:
” کله چې کومه پرېکړه رامنځته کړای شی، نو په هماغه ورځ د هغې عملی کول په کار دی، چې په دې توګه به یې په پوره توګه له غمه خلاص شې. ”

یو شاعر وایې:
” د کمزوری ارادې خاوند به ټول عمر لالهانده وی، نه به کامیابی په لاس ورځی او نه ناکامی. ”

یو بل شاعر وایې:
” که ته د رایې او نظر خاوند واوسې، نو د عزیمت څښتن هم او سه، ځکه چې تردد د رایې او نظر ناوړه زېږنده رامنځته کوی. ”

الله تعالی ﷻ وایې:
﴿ فَاِذَا عَزَمْتَ فَتَوَکَّلْ عَلَی اللهِ اِنَّ اللهَ یُحِبُّ الْمُتَوَکِّلِیْنَ ﴾
ژباړه: ” بیا چې ستا اراده پر کومه رایه ټینګه شی، نو پر الله تعالی ﷻ توکل وکړه، د الله ﷻ هغه خلک خوښېږی، چې د هماغه په ډاډینه کار کوی. “

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x