ټولنیزه برخه

مه خفه کېږه! (۹۶) – نرمي دې له ستونزو څخه ژغوری!

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ نرمی دې له ستونزو څخه ژغوری!

یوه جاپانی ښوونکی خپلو زده کوونکو ته وویل:
” انحنا او ښکته کېدل د “صفصاف” نومې ونې ته ورته دی، او بېخی مقاومت نه کول، د “بلوط” ونې ته ورته دی. ”

په حدیث کې راځې چې:
(( مومن هماغه نرم بوټی ته ورته دی، چې باد یې ښی او کیڼ لور ته اړوی را اړوی، خو توپان یې هم نشی ماتولای.))

همدارنګه په یوه بل حدیث کې راغلی دی:
(( مومن اصیل اوښ ته ورته دی، که پر ډبره یې چُو کوې نو چُو کېږی، هغه چې له منځه ولاړ شی بیا نه راځې.))

﴿ لِّکَیْلَا تَأْسَوْاْ عَلَی مَا فَاتَکُمْ وَلَا تَفْرَحُواْ بِمَآ آتَاکُمْ وَآللَّهُ لَا یُحِبُّ کُلَّ مُخْتَالٍ فَخُورٍ ﴾
ژباړه: (( دا هر څه د دې لپاره دی، چې تاسې ته که هر زیان وی، چې پر هغه زړه ماتی نشئ، او څه چې الله تعالی ﷻ تاسې ته درکوی، پر هغه ونه غوړېږئ، الله تعالی ﷻ داسې خلک نه خوښوی چې خپل ځان لوی ګڼی او ویاړېږی.))

دکتور “بول براندونی” ودرېد او د شیدو ګلاس یې پر ځمکه وغورځاوه، او ویې ویل:
(( پر توی شویو شیدو مه ژاړه، منلې خبره ده، چې څه په قسمت کې نه وی، د هغې ترلاسه کول ګران کار دی.))

ادم علیه السلام، موسی علیه السلام ته وویل:
ایا د یوه داسې شی په اړه ما ملامتوې، چې الله تعالی ﷻ زما په اړه زما تر پیدا کېدو څلوېښت کاله وړاندې لیکلې وو؟
رسول الله ﷺ په دې اړه داسې ویلې:
(( فَحَجَّ آدَمُ مُوسَی … .. . الحدیث ))
ژباړه: د دلیل په لحاظ سره ادم علیه السلام پر موسی علیه السلام برلاسی شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x