ملي شورا ارګ کې له امنیتي ارګانونو سره بېړنۍ ناسته کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳۰مه، ۱۳۹۵ل): د ملي شورا د دواړو جرګو غړي، په ارګ کې له ولسمشر غني، اجراییه رییس او د امنیتي ارګانونو له سرپرستانو او مشرانو سره د امنیتي وضعیت په اړه غونډه لري.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدير نن د ولسي جرګ په غونډه کې وویل چې ولسمشر ولسي جرګې او مشرانو جرګې ته بلنه ورکړې چې د امنیتي ارګانونو له مشرانو او پخپله له ولسمشر او اجراییه رییس سره د امنیتي وضعیت د کنټرول په اړه وغږېږو.

د هغه په خبره ولسمشر نن ماښام اوه بجې دوی حتمي ور غوښتي چې د وروستیو جګړو له امله پر امنیتي وضعیت بحث وکړي.

قدیر وايي چې په دې غونډه کې به د زونونو په سطحه څلور ـ څلور وکیلان خبرې وکړي او د امنیتي حالاتو په اړه به خپلې اندېښنې له امنیتي مشرانو سره شریکې کړي.

د شنونکو په باور د هېواد د وروستیو امنیتي حالاتو په اړه د ارګ، ملي شورا، اجرییه ریاست او امنیتي ارګانونو ګډه ناسه د حالاتو خطرناکتوب په ګوته کوي.

ياده دې د وي د هېواد په شمال کې کندوز، بغلان او جوزجان د خونړیو بريدونو شاهد دي، چې لا هم پکې لسګونه عسکر وژل کېږي او لسګونه نور يې وسلې پر ځمکه ږدي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د