fbpx

مه خفه کېږه! (۹۸) دمه

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ دمه!

مه خفه کېږه!
ځکه خفګان به د ماضی په اړه ستا نا ارامی زیاته کړی، او د مستقبل په اړه به دې ووېروی، او نننۍ ورځ به دې له لاسه وباسی.

مه خفه کېږه!
ځکه په خفګان سره زړه نیول کېږی، مخ تریو کېږی او امیدونه تیت او پرک کېږی.

مه خفه کېږه!
ځکه په دې سره دې دښمن خوشحالېږی، او دوست دې خفه کېږی، او حقایق درباندې ګډوډ کېږی.

مه خفه کېږه!
ځکه خفګان له قضا سره تصادم، له قدر سره جګړه او له انسانیت څخه بغاوت دی.

مه خفه کېږه!
ځکه په خفګان سره ورک نه ترلاسه کېږی، او نه پرې مړی راژوندی کېږی، او نه د تقدیر پرېکړه بدلولای شی.

أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ
[اې پېغمبره ( ﷺ )!] ايا موږ ستا سينه ستا لپاره پراخه نه کړه؟

وَوَضَعْنَا عَنكَ وِزْرَكَ
او ستا څخه مو ستا هغه پېټي ښكته کړ؛

ٱلَّذِىٓ أَنقَضَ ظَهْرَكَ
چې ستا شا یې درنده کړې وه؛

وَرَفَعْنَا لَكَ ذِكْرَكَ
او ستا په خاطر مو ستا د يادېدو آوازه لوړه کړه؛

فَإِنَّ مَعَ ٱلْعُسْرِ يُسْرًا
نو حقيقت دا دی چې له تنګسې سره پراختيا هم شته.

إِنَّ مَعَ ٱلْعُسْرِ يُسْرًۭا
بېشكه له تنګسې سره پراختيا هم شته.

فَإِذَا فَرَغْتَ فَٱنصَبْ
نو چې كله ته وزګار یې، نو په عبادت کښې تكليف باسه؛

وَإِلَىٰ رَبِّكَ فَٱرْغَب
او د خپل رب لوري ته په مينه مخه كوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د