نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! ۳

یوه ورځ د ماسپښین له لمانځه وروسته په لوی دهلیز کې یو په یو ګڼه ګوڼه شوه، او دا د ټولو لپاره یوه نویې پېښه وه، ځکه هلته دبندیانو د وهلو ټکولو له وخت نه پرته په نورو وختونو کې دومره کراره کراري وي چې نا بلده کس به فکر وکړي چې دلته هېڅوک نشته، کوم څه چې په لومړي سر  کې پر ما خپله تېر شول، کله یې چې زه  د ۹۰ زیر  زمینیو ته لاس تړلی او په توره لویه لوغړنه کڅوړه کې پټ مخ ور ښکته کړم، ما فکر کولو چې دلته له  ما پرته بل هېڅوک نشته، او حال دا چې هلته د شپیتو او اویاوو په شاوخوا کې بندیان وو، او هغه وخت پوه شوم چې دلته زیات کسان دي کله مې چې له ورتګ نه دوه درې ساعته وروسته د پیپونو  شړقا او دبندیانو  کریغو د غوږونو پردې وکړنګولې!

د دهلیز د ګڼې ګوڼې خبره مې کوله، زه په هغه وخت کې په خونه کې د ننه وم، یو په یو د پيپونو شړقا او د څارنوالانو چيغې شوې، څارنوالانو به د وهلو پر مهال پر بندیانو داسې چېغې وهلې چې له وهلو نه به یې بندي غریب په چېغو ډېر وډار کړ! وواییییییییییییه! ووایييييييه، وايي که ننننننننننننننننه! وژژنم دېېېې!  ټول وارخطا شوو، ځکه دا اول ځل وو چې په  لوی دهلیز کې وهل پیل شول، مونږ فکر کولو چې اوس به نو له هر ې خونې نه بندیان را وباسي او دلته به یې وهي!  له یو څو پیپونو وروسته د الله، الله، الله نارې د پیپونو له شړقا سره یو ځای شوې!

ګورو چې آواز د پاخه عمر  والا سړي دی، د خونو په دروازو به څلور ویشت ساعته لوی قلپونه پراته وو، یوازې  د اوداسه او یا د تحقیق لپاره چې بندیان به یې ایستل دروازه به یې خلاصه کړه، نور به همیشه بنده وه، دروازې تقریبا دوه متره لوړې وې، د دروازې پر سر د نیم متر په اندازه  بیا کلکې او ټینګې پنجرې لګول شوې وې، له هغه به له دهلیز نه آواز  ډېر  رسا راتلو، او هم به له خونې نه دهلیز ته آواز ورتلو.

د دروازې په پاسنۍ برخه کې یوه وړوکې د شل سانتي متر په اندازه اوږده او د لس سانتي متر په اندازه لوړه کوچنۍ دریچه وه، دا دریچه به هم بنده وه، کله کله به یې خلاصه پرېښودله، نوره داسې جوړه شوې وه چې یوازې د دهلیز له خوا خلاصېدله او د خونې له خوا نه خلاصېده، له همدې دریچې نه به یې بندیانو ته ډوډۍ او اوبه ور کولې!  کله به چې خلاصه وه نو بیا به  دخونو ځینو ملګرو لږ لږ په غلا یو نظر دهلیز ته  په داسې توګه ور وکتل چې له دهلیز نه یې کوم پیره دار یا څارنوال ونه ویني، ځکه که یې لیدلی وای نو بیا به یې خیر نه وو! په دې اړه به وروسته بیا یوه خاطره در سره شریکه کړم.

 په دې وخت کې چې دغه کس یې وهلو  دریچه خلاصه وه، ځینو ملګرو لږ لږ ور وکتل ما هم لږ ور وکتل، یو سپین ږیری تقریبا د شپېتو کلونو په عمر بوډا سړی  یې ر انیولی وو، شپږ اوه  پرې را ټول وو، ځینو له پښو او ځینو له لاسونو نیولی وو، ځینو په پیپونو وهلو، او ده د الله الله الله نارې وهلې!

ظالمانو د هغه سپین ږیري سپین ږیرتوب او بوډاتوب ته هم نه کتل، یو څو پیپونه یې چې نور ووهلو آخر ده ورته ویل چې څه ووایم! تاسو راته ووایئ زه خو په هېڅ نه یم خبر!  هغوی ورته ویل چې څو ملګري لرې؟ ده ویل  زه  نه یم خبر، بیا یې په وهلو پیل پرې وکړ!  آخر ویل چې ښه وایم پرې مې ږدئ، لږ یې چې پرېښود وايي تاسو را ته ووایئ څو وښیم؟ په غالب ګومان دوی ورته ویل ووایه چې شپږ ملګري لرم، ده غریب ویل: شپږ ملګري لرم!!

په همدې توګه یې تر پیپونو لاندې تحقیق تر ې پیل کړ، بیا به یې را ونیولو، لږ به یې چې ووهلو ده غریب به بیا ورته ویل چې خوشی مې کړی درته وایم، بیا به يې خوشی کړ، بیا به یې را ونیولو… سپین ږیري غریب به د پیپ له هر وار سره الله، الله نارې وهلې!

 کوم پیپونه چې ظالمانو بندیان پرې وهل ځانګړي پیپونه وو، دا عادي پیپونه نه وو،ځکه په عادي پیپونو چې څوک ووهل شي سمدستي تر پښه، لاس او یا ځان را تاوېږي، او ډېر  خوږول نه کوي، خو کوم پیپونه چې دوی وهل پرې کول، د هغو په منځ کې یو ډول نري سیمان  اوبدل شوي وو، له دې سره به یې یو خوږول ډېر سخت کول او بل به همداسې سیده وو لکه لرګي را غبرګېدل به نه، کله کله به چې ډېر یخ وو بیا به یې بخارۍ ته ونیول تر څو یو څه نرم شي ،  کله به چې لږ  نرم شول بیا نو  پر بدن سخت چسپېدل!

 څو ورځې وروسته یې یو بل سپین ږیری راوستلو، تکه سپینه ږیره، نری وچ بدن، لوړ قد، خړه پړه پګړۍ یې پر سر، اوږد هغه کلیوالي کوټ یې اغوستی، زړې خیرنې جامې یې پر تن، په ملا کړوپ و، د اتیا بلکې آن نوي کلونو به و!  نوموړی سپین ږیری یې د یو نفري خونو لوري ته تر پنجرو اخوا ور د ننه کړ.

دې ځای ته د یو نفري خونو دروازې را وتلې وې، تقریبا درې په څلورو مترو کې ځای به وو،  یو څو نور بندیا یې هم هملته کښېنولي وو، د نورو بندیانو پر سر تورې کڅوړې، او لاسونو یې ولچک  وو، خو دسپین ږیري  پر سر توره کڅوړه نه وه، په همدې ځای کې یې لاسونه هم ولچک نه وو، هغه غریب دومره بوډا اوکمزوری و که یې پر سر  کڅوړه ور اغوستل شوې وای نو ځای پر ځای یې دمه بندیده، سمدستي به مړ  کېدو، بدن یې هم دومره کمزوری و چې  سم دخوځېدو را خوځېدو نه وو  د ولچک کېدو خو بالکل نه وو، خپلې جامې یې پر تن وې، خو پنجرو ته یې ور ننویستی وو.

نه له چا سره د خبرو اجازه وه ورته او نه چا ته د ورلنډېدو، له سهار ه تر بیګاه به همداسې ناست وو، دشپې له خوا به که کله لږ ویده شو، لږ وروسته به بیا دنورو بندیانو په وهلو او نارو را ویښ شو، یوازې دی نه، بلکې ټول بندیان به را ویښ شول!

د ورځې له خوا هغه ته هم د پریوتو اجازه نه وه، زمونږ  دخونې په دروازه کې چې کومه دریچه وه له هغې نه ښکارېدو، زمونږ ټولو ډېر سخت زړه پرې خوږېدو، او له هر یوه سره دا پوښتنه وه چې دې اتیا کلن، نوي کلن بابا به څه کړي وي چې را وستلی یې دی؟  او دی غریب به نورو بندیانو ته سخت ځورېدو، کله کله به چې پیره داران او څارنوالان اخوا شول لږ به مو ور وکتل، د لاس په اشاره به مو دعا ترې غوښته، ده به له مونږ نه دعا غوښته.

بله ورځ یې زمونږ خونې ته یو بل کس را وستو،  د پکتیا ولایت و، هغه بیا کیسه وکړه چې دا سپین ږیری بابا یې د کابل ښار له  یو هوټل نه له مونږ سره یو ځای راوستو! او هغه داسې چې  د بابا درې زامن په بګرام کې بندیان دي، دی په کور نور څوک نه لري، کله کله د خپلو زامنو ملاقات ته راځي، فکر کوم په هغه وخت کې له شار نو نه د بګرام له بندیانو سره دهغوی خپلو خپلوانو په دریو میاشتو کې لکه چې یو ځل د سکایپي په واسطه  خبرې کولی شوای او دا کار امریکایانو د بګرام له بندیانو سره د هغوی دخپلو خپلوانو د ملاقات لپاره برابر کړی و.

غریب بابا هم د همدې لپاره راغلی وو، تر څو له خپلو زامنو سره ملاقات وکړي، او له ځان سره یې هغه کوم اسناد چې د ملاقات له پاره اړین وو را اخیستي وو، په کابل کې یې څوک نه پېژندل ځکه خو یې په یو هوټل کې ځای نیولی و، په همدې ورځ د کرزي جلادانو په نوموړي هوټل چاپه وهلې وه، یو څو کسان نور یې هم را وستلي وو او دا بوډا بابا هم په ګوتو ورغلی وو، دا یې هم ورسره راوستلی و.

د بابا  هېڅ جرم نه و، خو اوس چې ریاست ۹۰ ته راوستل شوی و، نو د بیرته وتلو لپاره یې باید چا ضمانت کړی وای، او ده څوک نه پېژندل، نه  د چا د تلیفون نمبر ور سره وو، او نه په کابل کې بلد و، ستره ګناه یې دا  کړې وه  چې  دخپلو بندي زامنو ملاقات ته راغلی و، ځکه خو  د ۹۰ ریاست په زیر زمینو کې کرزي میلمه کړی و!!.

هغه کوم پکتیاوال چې مونږ ته یې د دغه بوډا بابا کیسه وکړه، هغه  غریب یې هم په یو عجیب جرم را وستلی و، د هغه جرم دا و چې وراره یې په عربو کې مزدوري کوله، څو میاشتې مخکې یې واده ورته کړی وو، په دې ورځ چې هغه له عربو نه راتلو نو مخې ته یې همدا له مونږ سره بندي  تره او یو یې پلار ورته راغلي وو، تره یې  کیسه کوله، وايي زه او ورور مې هوايي ډګر ته د خپل وراره چې پلار یې هم را سره وو، مخې ته ورغلو، له هغه ځای نه راغلو په هوټل کې مو ځای ونیو، یو ځل مو مشوره سره وکړه چې همدا اوس د کور په لوري روان شو، بیا مو ویل چې ځه شپه به وکړو سهار وختي به روان شو، او کور ته مو تلیفون وکړ چې مونږ سهار در روانېږو مسافر په خیر را ورسېد.

وايي د قضا ماسپښین مخه وه زه په خپل اطاق کې پروت وم، او دا وراره مې مخې ته ناست و  دخپل سفر  کیسې یې را ته کولې، مشر ورور مې د اوداسه لپاره جګ شو، که ګورو په همدې کې یو په یو شور ما شور، ترپ او خرپ شو، که ګورو ټول خلک له اطاقونو نه راوتلې څوک  په یو لوري او څوک په بل لوري سره ځغلي را ځغلي، دغه بوډا غریب زمونږ اطاق ته را وځغاستل، زه ور پورته شوم چې دا څه کیسه شوه، که ګورم د امنیت خلک دي، ټوپک یې را ایستلي او په خلکو پسې ځغلي ټولو ته وايي چې شور ونه خورئ، ما ته یې هم ویل چې ځه اطاق ته دې، را بهر نه شي، زه بیرته ننوتم، ګه ګورم ورور مې هم له اوداسه نه راغی، له دې سره دامنیت څو کسان اطاق ته راغلل، زمونږ تلاشي یې واخیسته، او راته ویل یې چې ځئ! مونږ ورته ویل چې ګورئ! مونږ عادي خلک یو، دا مو وراره دی له عربو نه راغلی، زه او دا پلار یې مخې ته ورته راغلو، سبا کورته ځو، له مونږ سره هېڅ نشته، او نه له چا سره اړیکې لرو، نه طالبان یو!  

مګر دوی زمونږ خبره نه اورېده، سره له دې  چې  مونږ، زمونږ اطاق او له مونږ سره چې کوم سامان و هغه یې ټول ښه تلاشي کړل، هېڅ هم نه وو پکې،  هغه بکسونه چې زما وراره له عربو نه راوړي وو، هغه یې هم تلاشي کړل، په  هغو بکسونو کې پردې او دکور نور سامان وو، وراره مې د کور غړیو ته ځينې تحفې اخیستې وې هغه وې پکې، دوی ته مو وویل چې دا دي وګورئ دغه دي له مونږ سره هېڅ نشته، او دا کس مسافر راغلی، داسې مه کوئ…

 چا ته وايې، موبایلونه یې هم را نه واخیستل، آخر مو ورته ویل چې دومره وکوئ چې کور ته د یو زنګ اجازه را کړئ، مونږ اوس کور ته تلیفون کړی ، هغوی ته مو وویل چې مونږ سهار درځو، او س به هغوی په انتظار وي، او مونږ به له تاسو سره بندیان وو، هغوی به وار خطا شي کېدای شي فکر وکړي چې زمونږ موټر ټکر شوی، او یا چا تښتولي یو، یا یې وژلي یو، دومره کومک را سره وکړئ چې هغه کور خو خبر کړو! مګر دوی هېڅ خبرې ته غوږ نه نیولو، دا دي اوس یې دلته راوستو..

 او دلته یې هم بیا درې واړه په جلا جلا خونو کې اچولي وو، هغه مشر ورور خو یې په یو نفري خونه کې اچولی وو،  دی او هغه وراره یې بیا  له نورو بندیانو سره اچولي وو.

دا غریب هم ساده او صادق کلیوال  سړی وو، نوم یې صفت الله و،  کیسه یې کوله، وايي کله یې چې دلته راوستم، نو یو کس دا نارنجې جامې را کړې او راته ویل یې چې دا واغونده، په ریاست ۹۰  کې لکه مخکې مو چې وویل په خپلو جامو کې څوک نه پرېږدي، ټول قانون یې لکه  د ګوانتانامو دزندان داسې دی، لاسونه ولچک، پر سره توره کڅوړه او نارنجي جامې!

ده ویل زه تشناب ته ننوتم، دا نارنجې جامې مې واغوستې او بیرته را بهر شوم، بهر هغه پیر دار راته ولاړ و، هغه راته ویل چې جامې دې راکړه، ما ورته ویل چې دڅه شي جامې؟ ده را ته ویل چې ولې خپلې جامې دې څه کړې هغه راکړه؟ ماورته ویل چې هغه خو مې په تن دي، دی راته غوسه شو چې: برو ګوم شو! کالایته بکش!

ده ویل ما فکر کولو چې دا سرې جامې یې ځکه را کړې چې هوا سړه ده، پر خپلو جامو د پاسه یې واغوندم،  تر څو یخ مې ونه شي، هغه خبر نه وم چې دا ظالمان له سړي نه خپلې جامې وباسي!  ملګرو دومره ورته وخندل! او نادره یې لا پسې دا کړې وه چې پر واسکټ اوبنیان د پاسه یې اغوستې وې! ما ورته ویل ته اوس په رښتیا نه پوهېدې چې دا جامې یې ولې در کړې! ده ویل قسم ده ما همداسې ګومان وکړ چې دا یې له یخنۍ نه د ځان ساتلو لپاره را کړې! او کله مې چې پر خپلو جامو د پاسه واغوستې ډېر ښه پکې تود شوم، او ډېر خوشحاله شوم چې ځه له یخنۍ نه خو بې غمه شوم… زه څه خبر  وم چې دوی په سړي داسې لوبې کوي، خپلې جامې ترې وباسې او دا پتلون پرې اغوندې!!! زما ډېر سات ور سره تېر و، کله به مې چې ورته وکتل کیسه به مې یې سترګو ته ودرېده، او خندا به راغله، ده به راته ویل سړیه ولې خاندې! ما ویل ستا لوبې ته خاندم، نادره لوبه دې کړې..

 هر وخت به دروازې ته ولاړ و، له هغه دریچې به یې دهلیز ته ور کتل، څو ځله پیره داران ورته غوسه شول، ماورته ویل سړیه! څه کوې چې دا بلاوې راغږوې، هسې سپکې سپورې وايي، ښکنځلې کوي!  راځه کرار کښېنه،  دی به لږ را دیخوا شو، بیا به یې ور وکتل، صبر به یې نه کېدو، ویل بې: هغه وراره مې نابلده دی، اوبل غریب دومره وخت مسافر و، اوس دلته په دې بلاوو واوښت، چې هسې لږ مې وویني ګوندې لږ  زړه یې تکیه شي! 

نور بیا…

عبد الحنان مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x