ټولنیزه برخه

که پر الله تعالی ﷻ ایمان لرې، نو مه خفه کېږه! (۹۹)

لیکوال: دوکتور عائض بن عبدالله القرني
ژباړن: رحمت الله مومن ﴿خروټی﴾

۞ که پر الله تعالی ﷻ ایمان لرې، نو مه خفه کېږه!

ایمان د خوښۍ او نېکمرغۍ راز دی، او شکونه او شبهات لویه بدمرغی ده، ما ډېر قهرمانان لیدلی دی، چې زړونه یې د ایمان له وړانګو څخه خالی دی، نو ژبې یې د اسلامی شریعت په اړه د انحراف په درشل درېدلې دی.

ابو العلاء المعری د شریعت په باب وایې:
” په شریعت کې تناقض دی، موږ باید د هغې پر وړاندې سکوت غوره کړو. ”

امام رازی رحمه الله وایې:
” د عقلونو د کارونې پای انحراف دی. ”

جوینی وایې:
” ما ته جوته نشوه، چې الله تعالی ﷻ چېرته دی؟ زه همدې خبرې په حیرانتیا کې غورځولی یم. ”

ابن سینا وایې:
” فعال عقل پر کایناتو اغېزه لری. ”

ایلیا ابو ماضی وایې:
(( زه راغلی یم، خو خبر نه یم چې له کومه ځایه راغلی یم؟ خو کله مې چې مخ پر وړاندې لاره ولیدله، نو تلل مې پرې پیل کړل …))

او داسې نور اقوال چې څه یې حق ته نېږدې، او څه یې له حق څخه بېخی لرې دی، خو زه پر دې حقیقت پوهیدلی یم چې پیاوړی ایمان نېکمرغۍ لاس ته راوړی، او څوک چې په شکونو او شبهاتو کې غورځېدلی، په بدمرغۍ او بدبختۍ کې اخته شوی.
د منحرفینو دغه وروستۍ طرحې د همدغو تورو زېږنده ده، چې د تاریخ د ستر منحرف فرعون له خولې څخه وتلی، چې په دې توګه الله تعالی ﷻ ورته اشاره کړې:

﴿ مَا عَلِمْتُ لَكُم مِّنْ إِلَهٍ غَيْرِي ﴾
ژباړه: زه له خپله ځانه پرته ستاسې کوم بل خدای نه پېژنم.

دغه راز وایې:

﴿ أَنَا رَبُّكُمُ الْأَعْلَى ﴾
ژباړه: زه ستاسې تر ټولو لوی رب یم.

د “کله چې انسان فکر کوی” نومی کتاب لیکوال “جیمز الین” وایې:
(( ډېر ژر به انسان انکشافات وکړی، د نورو خلکو او څیزونو په اړه به یې خیالات بدل شی، دا په داسې حال کې چې بیا به په څیزونو او اشخاصو کې هم ستر بدلون منځته راغلی وی؛ دغه ډول خلک پرېږده، ځکه کوم مقدس او د اعتبار وړ څیز، چې زموږ اهداف رامنځته کوی، هغه زموږ خپل نفسونه دی، چې باید اعتماد پرې وکړو. ))

د دغو باطلو افکارو او د هغې د اغېز په اړه الله تعالی ﷻ وایې:

﴿ بَلْ ظَنَنتُمْ أَن لَّن يَنقَلِبَ الرَّسُولُ وَالْمُؤْمِنُونَ إِلَى أَهْلِيهِمْ أَبَداً وَزُيِّنَ ذَلِكَ فِي قُلُوبِكُمْ وَظَنَنتُمْ ظَنَّ السَّوْءِ وَكُنتُمْ قَوْماً بُوراً ﴾
ژباړه: (( بلکې تاسې داسې وګڼله چې پیغمبر او مومنان به خپلو کورنیو ته بېرته هېڅکله راونشی ګرځېدلې، او دغه ګومان ستاسې په زړونو ډېر ښه ولګېده، او تاسې ډېر بدګومان وکړ، او تاسې سخت بدباطنه هلاکېدونکې خلک یې. ))

دغه راز وایې:

﴿ وَطَآئِفَةٌ قَدْ أَهَمَّتْهُمْ أَنْفُسُهُمْ يَظُنُّونَ بِاللَّهِ غَيْرَ الْحَقِّ ظَنَّ الْجَاهِلِيَّةِ يَقُولُونَ هَل لَّنَا مِنَ الأَمْرِ مِن شَيْءٍ قُلْ إِنَّ الأَمْرَ كُلَّهُ لِلَّهِ ﴾
ژباړه: (( یوه بله ډله چې هغې ته یوازې همدا خپلې ګټې ارزښت درلود، د الله تعالی ﷻ په باب یې رنګارنګ جاهلانه انګېرنې کولې، چې له سره تر پايه د حق پر خلاف وې، دا خلک اوس وایې چې ایا ‘ددې کار په سر ته رسولو کې زموږ هم څه برخه شته؟’ دوی ته وایه (د هېچا په کې هېڅ برخه نشته) ددې کار ټولې واکمنۍ د الله تعالی ﷻ په لاس کې دی. ))

“جیمز الین” دا هم وایې چې: (( هر هغه څه چې انسان د هغې د تحقق لپاره هڅه کوی، هغه په مستقیم ډول د هغه د ځانګړو افکارو نتیجه وی! انسان کولای شی پورته شې، بری او د موخو تحقق یې د افکارو په ضمن کې سر ته رسېږی، او که دغه هرڅه شاته وغورځوی، نو کمزوری او ناکام دی. ))

د دغسې یوه صادقانه فکر په اړه الله تعالی ﷻ وایې:

﴿ وَلَوْ أَرَادُواْ الْخُرُوجَ لأَعَدُّواْ لَهُ عُدَّةً وَلَـكِن كَرِهَ اللّهُ انبِعَاثَهُمْ فَثَبَّطَهُمْ وَقِیلَ اقْعُدُواْ مَعَ الْقَاعِدِینَ ﴾
ژباړه: (( که دوی د وتلو هڅه کولای، نو ځانونه به یې چمتو کړی وای، خو الله تعالی ﷻ ته د دوی پورته کېدل خوښ نه وو. ))

دغه راز وایې:

﴿ وَلَوْ عَلِمَ اللّهُ فِيهِمْ خَيْراً لَّأسْمَعَهُم ْ. وَلَوْ اَسْمَعَهُمْ لَتَوَلَّوْا وَّ هُمْ مُّعْرِضُوْنَ ﴾
ژباړه: (( که الله تعالی ﷻ دا ګڼلې وای، چې په دوی کې یو څه ښه توب هم شته، نو ارومرو به یې دوی ته د اورېدو وس ورکړی وو، (خو له ښه توب نه پرته) کې یې دوی اورولې وای، نو په بې پروایۍ سره یې ورڅخه مخ اړوه. ))

دغه راز وایې:

﴿ فَعَلِمَ مَا فِي قُلُوبِهِمْ فَأَنزَلَ السَّكِينَةَ عَلَيْهِمْ ﴾
ژباړه: (( د هغوی د زړونو حال هغه ته معلوم دی، له دې امله یې پر هغوی ډاډینه نازله کړه. ))

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x