افغانستان

ارګ د ملکي تلفاتو په اړه د یو ناما راپور ناسم بللی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وري ۳۰مه، ۱۳۹۵ل): ارګ د ملکي تلفاتو په برخه کې د یوناما راپور بې اساسه بللی او دغه بنسټ يې پر دې ملامت کړی چې د ۲۷ سلنې مرګ ـ ژوبلې عاملین امنیتي ځواکونه بللي دي.

یوناما پرون د روان کال د لومړیو دريو میاشتو په راپور کې ویلي و، چې نږدې ۲۰۰۰ تته ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دوی د راپور پر اساس په تېرو دریو میاشتو کې د تېر په څېر د طالبانو بريدونه او چاودنې د ۶۰ سلنې مرګ ژوبلې علت بلل شوي او ۲۷ سلنه يې امنیتي ځواکونه ملامت بللي دي.

د دې راپور پر اساس ۶۰۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۱۳۴۳ تنه نور ټپیان دي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ملکي تلفاتو اندازه دوه سلنه لوړه شوې، د وژل شویو کسانو اندازه ۱۳ سلنه کمه شوې، خو د ولسي وګړو د ټپې کېدو کچه ۱۱ سلنه لوړه شوې ده.

يوناما چې اربکیان هم د ملکي تلفاتو برخه بولي ارګ پر دې غوسه کړی چې ۲۷ سلنه ملامتي يې دوی ته متوجه کړې.

ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې امنیتي ځواکونه خپل امنیتي مرکزونه لري، خو مخالف وسله وال له ولسي ودانیو د سنګر په توګه کار اخلي.

دا په داسې حال کې دی چې ګارډين برتانوۍ ورځپاڼې په تازه راپور کې امنیتي ځواکونه پر دې ملامت کړي چې د تعلیمي ساحې او ودانیو کې امنیتي پوستې جوړوي.

ياده دې وي د بغلان په ډنډ غوري کې اربکیانو مسجدونه هم د پوستو په ډول کارولي و، چې تر سقوط وروسته يې شیندلې قطې «د لوبو ورقې» پر جاینمازونو پاتې د طالبانو په ويډيو کليپ کې ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x